-
پاکستان، ترکیه او سعودي: ګډ دفاعي تړون د درې واړو هېوادونو په ګټه دی
Aug 08, 2026 05:30د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ نوی ګډ دفاعي تړون د درې واړو هېوادونو په ګټه بللی او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د سیمې امنیت او ثبات پیاوړی کوي.
-
په کربلا کې د اربعین په دستورو کې کابو ۲۲میلیون زیارتوالو ګډون وکړ
Aug 05, 2026 10:13پارس ټوډې- دعراق د کربلا والی د حسینی اربعین په ولولناکو او معنوي دستورو کې د څه دپاسه ۲۲میلیون زیارتوالو د ګډون خبر ورکړ.
-
حجتالاسلام قاضي عسکر؛د مقاومت زور، دښمن شاتګ ته اړ باسي
Aug 05, 2026 06:41پارس ټوډې – د تهران ښار په جنوب، ری ښار کې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي وویل، د حسینی اربعین لومړنی پیغام د مستکبرانو اوسرزورو پر وړاندې مقاومت دی، او له عاشورا تر اربعین پورې تجروبه، او همدارنګه د اوسني بدلونونه، دا ثابتوي چې مقاومت نتیجه ورکوي او دښمن له خپلې ظاهري او دروغجنې زبرځواکئ ټيټوي
-
د پاکستان په لسګونو ښارونو کې د حسینی اربعین لاریونونه په ولولې او پرتم سره ترسره شول
Aug 04, 2026 14:46په دغو مراسمو کې حسيني ماتمکوونکو د «اسلامی انقلاب د شهید رهبر» حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهای او د اوسنی رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی خامنهای انځورونه له ځان سره لېږدول او د «اسلامی انقلاب له دوو امامیّنو» سره ئې بیا خپل بیعت تازه کړ.
-
د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه په تیرې اونۍ کې
Aug 03, 2026 15:19د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د کربلا د حماسې او پاڅون د شهیدانو د څلویښټئ او د حسینی اربعین د غمجنې ورځې په مناسبت درستو مینه والو ته تسلیّت وایو او ستاسو پام راغواړو د ځينو پيښوپه باب یوې لنډې شان کتنې ته
-
د الموت کلا، د ایران دېرشم نړیوال میراث
Aug 01, 2026 16:13د الموت کلا او له هغې سره تړلي دفاعي تاسیسات، د معمارۍ، انجینرۍ، له غرني اقلیم سره د جوړښت د برابرولو او په ځانګړې توګه د اوبو د سرچینو د مدیریت له پلوه، د ایران د فرهنګي میراث له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي.
-
افغان طالبانو د پانګهوالو د بېرته ستنېدو لپاره اقتصادي امتیازات اعلان کړل
Jul 29, 2026 05:57د افغانستان د طالبانو حکومت د یو لړ اقتصادي هڅونکو امتیازونو په اعلانولو سره له افغان پانګهوالو غوښتي چې خپلې اقتصادي چارې افغانستان ته منتقل کړي.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو د قربانیانو شمېر خپور کړ
Jul 29, 2026 05:49د ملګرو ملتو له خوا د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما)په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو له امله ۳۹۹ عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
د امریکا پر جنګ پر وزیر د جمهوري غواړو سناتورانو بېباوري زیاته شوې
Jul 29, 2026 05:11پارس ټوډې – دي هېل (The Hill) ویبپاڼې لیکلي چې د ایران په جنګ له اوږدېدو او سره سمندر ته د هغه له غزېدو وروسته، د امریکا د جنګ وزارت (پنټاګون) د اداره کولو په برخې کې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو باور د امریکا پر دفاع وزیر پیټ هېګسېت کم شوی دی.
-
د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو
Jul 28, 2026 14:25د افغانستان د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د فیضآباد ـ بهارک پر سړک د موټرسایکل سپَرو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.