-
ایران د یورانیمو د بډایه کولو او په خپلو اوبو کښې د سمندري تګ راتګ د مدیریت کولو حق لري
May 09, 2026 08:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان پخوانی شناندي «مایکل معلوف» وویل: ولسمشر ټرامپ به د پخواني ولسمشر باراک اوباما له موافقې څخه بهتره موافقه لاس ته رانه وړي او ایران د یورانیمو د پخولو او په خپلو اوبو کښې د سمندري تګ راتګ د مدیریت حق لري.
-
د ایران او د امریکا خبرې راتلونکي اونۍ ترسره کیږي
May 09, 2026 08:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «وال سټریټ جورنال» ورځپاڼې د خبرو کسانو په قول ادعا وکړه چې د ایران او د امریکا ترمینځ خبرې ممکنه ده چې راتلونکي اونۍ د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې له سره پیل شي.
-
پزشکیان: د امریکا کړچارونو د ډيپلوماسۍ لاره د ګواښ، د دباو او د بایکاټ په لور منحرفه کړې ده
May 07, 2026 12:19پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د فرانسې له ولسمشر «امانوئل مکرون» سره په ټیلي فوني تماس کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو، د خبرو اترو د بهیر او د هرمز اوبلارې د حالت په شمول د ځینو سټراتيژیکو موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.
-
قالیباف: د «طوفان الأقصی» ناڅاپي عملیات د تاریخجوړوونکو حماسو له ډلې دي
May 07, 2026 16:43پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل: د «طوفانالاقصی» ناڅاپي او پراخ عملیات د تاریخجوړوونکو حماسو له ډلې دي چې نړۍ یې حیرانه کړه او په ترڅ کې یې د مقاومت مبارزانو دښمن ته درانه تلفات او زیانونه واړول.
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي یرغلګرو پر ضد د حزبالله پراخ بریدونه
May 07, 2026 16:29پارس ټوډې – د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي رژیم د تېریو له دوام سره هممهاله، اسلامي مقاومت د صهیونیسټي اشغالګرو پر ضد د مرګونو ګوزارونو خبر ورکړی دی.
-
د نړۍ د سونګو زېرمې په راتلونکو ۴۵ ورځو کې پای ته رسېږي
May 07, 2026 13:34پارس ټوډې – ګولډمن ساکس خبرداری ورکړ: په ټوله نړۍ کې یوازې د ۴۵ ورځو لپاره د پټرولو، ډیزلو او جېټ سونګو زېرمې پاتې دي.
-
حماس: د صهیونیسټي رژیم بریدونه د اوربند ښکاره سرغړونه ده
May 07, 2026 13:28پارس ټوډې – د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټي رژیم لهخوا د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو زیاتوالی وغنده او هغه یې د وروستیو هوکړو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوند لیک (۲)
May 07, 2026 13:01دوستانو تاریخ یوازې تخت ته د پاچاهانو د رسېدو او وژل کېدو دکلونو نوم نه دي. تاریخ، کله د یو لیک په څنډه کې ورک کېږي، کله د یوه تیاره بند په زړه کې، او کله د یو داسې منشي په سترګو کې چې ښه پوهېږي — که رښتیا ولیکي، نو سر یی په خطر کې دې او که ونه لیکي، نو وجدان یې وژني.
-
د اورګاډي او د سیمه ئیز تجارت په برخه کښې د ایران او د پاکستان د ملګرتیا پیاوړتیا
May 07, 2026 12:36پارس ټوډې – په اسلام اباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د اورګاډو وزیر د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو په لاره کښې د متقابلو نوښتونو په ملاتړ سره د سیمه ئیز تجارت او د اورګاډو په حوزه کښې د ملګرتیا د پیاوړتیا په لارو چارو باندې غور وکړ.
-
چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوند لیک (۱)
May 07, 2026 11:50چې ما لیدلي ما لیکلي د پروګرام ټولګې کې به په ۱۵ برخو کې د بیهقي ژوند، وخت او آثار وڅېړل شي. او اورېدونکي به د دې تاریخي څېرې له وخت او زمانې سره بلد شي او همدارنګه به هڅه وشي چې اورېدونکي د بیهقي په انساني، دقیق او اخلاقي لیدلوري سره، له تاریخ سره آشنا شي. نو په همدې تړاو د دې ټولګې لومړۍ برخې ته ښه راغلاست.