حماس: د صهیونیسټي رژیم بریدونه د اوربند ښکاره سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172644-حماس_د_صهیونیسټي_رژیم_بریدونه_د_اوربند_ښکاره_سرغړونه_ده
پارس ټوډې – د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټي رژیم له‌خوا د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو زیاتوالی وغنده او هغه یې د وروستیو هوکړو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
(last modified 2026-05-07T08:59:43+00:00 )
May 07, 2026 13:28 Asia/Kabul
  • حماس: د صهیونیسټي رژیم بریدونه د اوربند ښکاره سرغړونه ده

پارس ټوډې – د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټي رژیم له‌خوا د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو زیاتوالی وغنده او هغه یې د وروستیو هوکړو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي: د صهیونیسټي اشغالګر جنایتکار پوځ له‌خوا د غزې پر اوسېدونکو د بریدونو زیاتوالی او د غزې ښار د الدرج او الزیتون سیمو او د خان‌یونس لوېدیځ د المواصي سیمې بمبار چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوی، ښيي چې دښمن په شرم‌الشیخ کې د لاسلیک شوي اوربند تړون پر نقض ټینګار لري او دا په غزې کې زموږ د ولس پر ضد د نسل‌وژنې جګړې د دوام په لړ کې ترسره کېږي.

د دې اعلامیې په بله برخه کې راغلي: اشغالګر رژیم د اوربند تر پوښښ لاندې زموږ د خلکو پر ضد خپلو وحشیانه جنایتونو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې د دغو خطرناکو سرغړونو او د نړیوالو او بشردوستانه قوانینو د نقض پر وړاندې له هېڅ مخه نیوونکي غبرګون سره نه دی مخ شوی.

حماس زیاته کړه: د امریکا حکومت او د هغه ملاتړي باید د اشغالګرو د مهار لپاره سمدستي اقدام وکړي او هغوی دې ته اړ کړي چې د غزې د بې‌ګناه ملکي وګړو پر ضد تېري ودروي.

دغه فلسطیني غورځنګ د خپلې اعلامیې په پای کې ټینګار وکړ: موږ له ملګرو ملتونو او د هغو له ادارو، په ځانګړي ډول له امنیت شورا څخه غواړو چې داسې دریځونه خپل کړي چې د فلسطیني ولس ساتنه تضمین کړي او د فلسطیني ملکي وګړو پر ضد د صهیونیسټي رژیم د وژنې ماشین د سرغړونو مخه ونیسي.