-
هند او افغانستان په اسلام اباد کې برید وغانده او د پاکستان تورونه یې رد کړل
Feb 07, 2026 08:47هند او افغانستان د جمعې په ورځ د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په خدیجة الکبری جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ځانمرګی برید وغانده او په هغه کې د لاس لرلو تورونه رد یې کړل
-
امریکا له ایران اسلامي جمهوریت سره ښې خبرې لرلي دي
Feb 07, 2026 02:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ټرامپ په عمان کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبرو اترو ته د واشنګټن په لومړي غبرګون کښې وویل:له ایران سره مو ښې خبرې لرلي دي.
-
ایران د یورانیمو د بډایه کولو د درولو په تړاو د امریکا غوښتنه رد کړه
Feb 07, 2026 00:19زمونږ خبریال راپور راکړی یوه سیمهییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.
-
په مسقط کښې د ایران او د امریکا ترمینځ ډيرې جدي خبرې وشوې
Feb 07, 2026 00:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عمان د باندنیو چارو وزیر «بدر البوسعیدي» د مسقط په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا ترمینځ د ډیرو رغنده او جدي خبرو اترو د ترسره کولو خبر وررکړ او ټینګار یې وکړ دغو خبرو اترو د دواړو هیوادونو د نظرونو د روښانه کیدا او د پرمختګ د لارو له پيژندلو سره مرسته کړې ده.
-
د هر ډول خبرو اترو ضرورت له ګواښ او دباو څخه ډډه کول دي
Feb 06, 2026 22:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایرنا خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې دې موضوع ته په اشارې سره چې د امریکا او د ایران د خبرو اترو موضوع یوازې اټومي مسله ده وویل
-
د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو په مسقط کې پیل شو
Feb 06, 2026 10:15د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو په مسقط کې د عمان په منځګړیتوب سره ترسره کیږي.
-
ایا ټرمپ هماغه ډول چې ادعا کوي د سولې ولسمشر دی ؟
Feb 06, 2026 12:50ټرمپ، چې ځان د سولې ولسمشر ګڼي، یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ پر وړاندې خپلې ادعاوې تکرار کړې ترڅو د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه توجیه کړي، او ادعا یې وکړه چې پرته له دې، په لویدیځه آسیا کې سوله ممکنه نه وه.
-
په اسلام ابادکې په امام بارګاه کې په ځان وژونکي حمله کی ګڼ شمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپیان شوي دي
Feb 06, 2026 11:03د اسلام آباد په ترلايي سیمه کې په امام بارګاه او جومات خدیجة الکبری کې ځانمرګی برید شوی دی.
-
عراقچي له امریکا سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره مسقط ته ورسېد
Feb 06, 2026 02:40د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د امریکا له پلاوي سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته ورسېد. په دې سفر کې له عراقچي سره د سیاسي چارو مرستیال«مجید تختروانچي»، د بهرنیو چارو وزارت ویاند«اسماعیل بقایي»، د بهرنیو چارو د وزیر اقتصادي مرستیال حمید قنبري او یو شمېر ایراني ډیپلوماتان ملګري دي.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.