ټرمپ له ایران سره اوربند وغځاوه خو ایران رسمی خواب ندی ورکړی
پارس ټوډې- د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له ایران سره اوربند په ښکاره ډول له پخوانیو دریځونو او ګواښونو په شا کیدو سره وغځاوه، خو وئیل کیږي چې تر وروستیو پورې ایران اسلامی جمهوریت له دغه اور بند غزیدا په باب هیڅ نه دي وئيلي. دا څوم ځل دی چې ټرمپ پخپلو کړو پښمانیږي او شاتګ کوي.
د تسنیم خبري اژانس په وینا، د امریکا د ترهګر دولت ولسمشر له خپلو پخوانیو دریځونو څخه په ښکاره ډول په شا کیدو سره ولیکل: موږ به اوربند وغځوو تر هغه چې ایران خپل وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې په یو ډول یوې پایلې ته ورسیږي.
ټرمپ دوام ورکړ: ما خپلو وسله والو ځواکونو ته امر کړی چې (بحري) محاصرې ته دوام ورکړي او په بشپړ ډول چمتو پاتې شي او د اقدام کولو توان ولري.
هغه دا هم ادعا وکړه: د پاکستان د پوځ قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر او د پاکستان د لومړي وزیر په غوښتنه، موږ ته ویل شوي چې پر ایران خپل برید وځنډوو!
د تسنیم په وینا، د ټرمپ د اوربند د غځولو له اعلان سره سره، ایران تر اوسه په رسمي ډول رسنیو ته خپل دریځ نه دی اعلان کړی.