-
د خاتمالانبیا قرارګاه: د ایران سمندري محاصره د جګړې پراختیا ګڼو
Jul 28, 2026 05:40د ایران د وسلهوالو ځواکونو د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي، امریکا په تېرو درېیو ورځو کې د ایران د سمندري محاصرې د عملي کولو په موخه د دغه هېواد په ساحلي او ځمکنیو اوبو کې ایراني سوداګریزې بېړۍ او د نفتو ټانکرونه ګواښلي دي.
-
راپور: ایران د سایبري ځواک له پلوه د نړۍ لسم هېواد بلل شوی
Jul 28, 2026 05:31د ایران د احصایوي معلوماتو خپروونکې ادارې آمارفکت ویلي، ایران د سایبري ځواک له پلوه د نړۍ لسم مقام خپل کړی دی.
-
د ایران د روغتیا وزیر: د امریکا په وروستیو بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي
Jul 28, 2026 05:30د ایران د روغتیا وزیر ویلي، د امریکا د وروستیو پوځي بریدونو پر مهال، چې د نوموړي په وینا له لسو تر دولسو ورځو یې دوام وکړ، ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۷۰ نور ټپیان شوي دي.
-
عراقچي: د نړیوالې ټولنې چوپتیا د جرمونه د تکرار لامل ګرځي + ویډیو
Jul 28, 2026 05:17د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، که جرمونه د نړیوالې ټولنې له چوپتیا، ابهام او یا بېپروايۍ سره مخ شي، نو د بیا تکرار لپاره به په یوه بېلګه بدل شي.
-
کرملین: ایران خپلواک هېواد دی او له خپلو حقونو په قاطع ډول دفاع کوي
Jul 28, 2026 04:52د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ایران یو خپلواک هېواد دی چې له خپلو حقونو په قاطع ډول دفاع کوي او د دې کار لپاره لازمې وړتیاوې لري.
-
په خزر سمندر کې هر ډول شرارت ته به د ایران ځواب پښېمانوونکی وي
Jul 27, 2026 16:42پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا د مجلس مرستیال ویلي، د اوکراین هغو ملاتړکوونکو ته خبرداری ورکوو چې د هغوی د استازو له لارې په سیمه او د خزر په سمندر کې هر ډول شرارت به د ایران د ستر ملت له پښېمانوونکي غبرګون سره مخ شي.
-
تحلیل: د یمن د سمندري محاصرې له امله د سعودي نوې ستونزې
Jul 27, 2026 15:41پارس ټوډی – د یمن له لوري د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان او د سعودي د تېلو لېږدوونکو بېړیو پر مخ د بابالمندب تنګي تړل کېدو، ریاض له نوو اقتصادي او ستراتیژیکو ستونزو سره مخ کړی دی.
-
د اوکراین لخوا برید خطرناکه بلا غوښتنه وه او ایران به پریکنده ځواب ورکړي
Jul 27, 2026 14:06د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د ایرنا خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې د ایران په یوې کشتۍ باندې د اوکراین د برید په غندلو سره د کي یف ملاتړي هیوادونه د دغه حملې مسوول وبلل
-
د اوربند اصلي هدف د هرمز اوبلارې د نیولو لپاره د زمینې جوړول و
Jul 27, 2026 13:28د ایران د ټولو قواو د قومندان د عقیدتي سیاسي دفتر سیاسي مرستیال جنرال «رسول سنايي راد» د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د امریکا لخوا اوربند د هرمز اوبلارې د نیولو د عملیاتو لپاره یو پوښښ و چې د ایران د مبارزانو په مقاومت سره ناکامه شو.
-
ایران د نړیوال میراث لرونکو لسو مخکښو هېوادونو په ډله کې شامل شو
Jul 27, 2026 13:07پارس ټوډی - د ایران د کلتوري میراث مرستیال وزیر ویلي، ایران د نړۍ د هغو لسو مخکښو هېوادونو په ډله کې شامل شوی چې د یونسکو د نړیوال میراث تر ټولو ډېر ثبت شوي آثار لري.