عراقچي: د نړیوالې ټولنې چوپتیا د جرمونه د تکرار لامل ګرځي + ویډیو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175674-عراقچي_د_نړیوالې_ټولنې_چوپتیا_د_جرمونه_د_تکرار_لامل_ګرځي_ویډیو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، که جرمونه د نړیوالې ټولنې له چوپتیا، ابهام او یا بې‌پروايۍ سره مخ شي، نو د بیا تکرار لپاره به په یوه بېلګه بدل شي.
(last modified 2026-07-28T00:54:33+00:00 )
Jul 28, 2026 05:17 Asia/Kabul
  • عراقچي: د نړیوالې ټولنې چوپتیا د جرمونه د تکرار لامل ګرځي + ویډیو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، که جرمونه د نړیوالې ټولنې له چوپتیا، ابهام او یا بې‌پروايۍ سره مخ شي، نو د بیا تکرار لپاره به په یوه بېلګه بدل شي.

هغه ویلي، د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي بریدونه د خبرو اترو پر بهیر باور کمزوري کوي او د شخړو د سوله‌ییز حل نړیوال میکانېزم تر پوښتنې لاندې راولي.

عراقچي زیاته کړې، د جرمونو عادي کول د نړیوال امنیت لپاره خطرناک پیغام لري او د نړیوالو اړیکو پر راتلونکي ناوړه اغېز کوي.