-
د ایراني نجونو ځلېدل؛ په یوه کال کې د ۸۶۸ نړیوالو مډالونو ګټل
Nov 11, 2025 11:50پارس ټوډې - د ایران د ورزش او ځوانانو وزیر د ښځینه ورزش لاسته راوړنو سترو بریاوو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې تېر کال په ښځینه برخه کې له ۳۰۷ څخه زیاتې نړیوال استول کېدنې ترسره شوي او ایرانۍ ورزشکارې نجونې په معتبرو نړیوالو پیښو کې د ۸۶۸ مډالونو په ګټلو بریالۍ شوې چې ۱۴۰ یې د سرو زرو دي.
-
ستوري په لمن کې (۵) د حافظ شېرازي ژوند ته کتنه
Nov 11, 2025 11:35د ایران او د نړۍ شاعرانو او ادیبانو په منځ کې، ډېری کسان شته چې له حافظ څخه اغېزمن شوي دي. ګوته، نیچه، راډولف امرسون، ویکتور هوګو، آندره ژید، نوایي او اقبال لاهوري هغه ادیبان دي چې له حافظ او د هغه د آثارو له سبک څخه اغېزمن شوي دي.
-
په تاجکستان کې د "ختلان پانګونې - ۲۰۲۵" په نړیوال نندارتون کې د ایران فعال ګډون
Nov 11, 2025 09:44پارس ټوډې - د "ختلان پانګونې - ۲۰۲۵" نړیوال سوداګریز نندارتون د سې شنبې په ورځ د تاجکستان په باختر ښار کې د ایران، روسیې، چین، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، بیلاروس، اذربایجان جمهوریت او د پاکستان د استازو په ګډون سره پیل شو.
-
امریکا چې هر ځاې یې ګټې تامین نشي نو نړیوالې اړیکې څنګ ته کوي
Nov 11, 2025 09:37ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د قضايي قوې ویاند «اصغر جهانګیر» له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا ملاتړونو ته په اشارې سره وویل: دښمن دوکه ورکونکی دی او له قانون څخه تښتي او هر ځاې یې چې ګټې تامین نشي نو نړیوالې اړیکې او اخلاق څنګ ته کوي.
-
امریکا په لویدیځه اسیا کې | په بیروت د واشنګټن بې ساري فشار؛ د لبنان د مجبورولو لپاره د لارې نقشه چې له صهیونیسټ رژیم سره خبرې اترې وکړي
Nov 11, 2025 09:34پارس ټوډې - ډیپلوماټیکو سرچینو په لبنان باندې د امریکا د بې ساري فشار د شدت راپور ورکړی چې دوه اصلي اهداف یې "له صهیونیسټ رژیم سره مستقیمې خبرې اترې" او "د حزب الله جامع بایکاټ" دي.
-
د اروپا-مدیترانه د بشري حقوقو څار : اشغالګران هماغه راز په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي
Nov 11, 2025 07:59پارس ټوډې - د بشري حقونو څار نړیوال سازمان اروپا-مدیترانه د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسراییلو اشغالګر رژیم په مختلفو لارو په غزه کې د ملکي وګړو نسل وژنه ته دوام ورکوي او له دوه ملیون څخه زیاتو فلسطینیانو لپاره یې د ژوند شرایط خورا ستونزمن کړي دي.
-
په نړۍ د امریکا د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی
Nov 11, 2025 07:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دنیا د سیاسي او د اقتصادي بدلونونو په تاریخي جرړو باندې شننې او د امریکا په اوسني ځایګي باندې غور کولو سره ټینګار وکړ نن سبا نړۍ له یوه قطبي نظم څخه د څو قطبي او عادلانه نظم په لور د تلو په حال کښې ده او په دنیا باندې د امریکا د سلطې د موندلو پړا ختم شوی دی.
-
د پاکستان په واټه کې د ټي ټي پي ترهګرو په کیډېټ کالج حمله ناکامه شوه
Nov 11, 2025 02:13د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسلهوالو ترهه ګرو پر واڼه کیډېټ کالج بريد کړی چې په موقعې د ساتونکو مامورانو له چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
-
د چابهار بندر د افغانستان لپاره د باور وړ ټرانزيټي دهلېز دی
Nov 11, 2025 01:49د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې د ايران د جنوبي برخې چابهار بندر د افغانستان لپاره يوه تر ټولو خوندي او د باور وړ ترانزيتي لاره ده او د صادراتو او وارداتو په اسانولو کې مهم رول لوبوي.
-
د کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د لوږې بحران ژوروي
Nov 11, 2025 01:41د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې ډېری افغان کډوال په داسې حال کې بېرته افغانستان ته استول کېږي چې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري، او دا حالت د لوږې بحران نوره هم سختوي.