خیبر پښتونخوا کې ۱۵ پولیس بېلابېلو پېښو کې وژل شوي
Feb 27, 2026 15:04 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې لږ تر لږه ۲۰ پولیس او ملکیان د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه مسئول پرون پنجشنبه ( د کب په ۷مه) فرانس پریس ته وویل چې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پولیسو دغه چارواکي چې د نوم نه ښودو په شرط یې خبرې کړي ویلي، دې موده کې دوه پولیس د وسله والو له خوا تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم.
ټیګونه