-
د شانګهای د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو د ناستې په اړه د ایران او روسیې سلا مشورې
Oct 31, 2025 02:49پارس ټوډی - د پنجشنبې په ورځ د ايران او روسيې د ډيپلوماتانو په ليدنه کې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو د ناستې اړوند چمتووالي او پروګرامونه وڅېړل شول.
-
د ايران لوړپوړي ډيپلومات او د عمان د بهرنيو چارو وزير ترمنځ د دوه اړخيزو او سيمهييزو مسايلو په اړه خبرې اترې
Oct 31, 2025 02:47پارس ټوډی - د عمان د بهرنيو چارو وزير او د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د پنجشنبې په ورځ په مسقط کې د سيمهييزو او نړيوالو تحولاتو او د دوامداره همغږۍ او سلا مشورو د اړتيا په اړه خبرې اترې وکړې.
-
د چابهار بندر د بندیزونو د شپږ میاشتو معافیت د هند لهخوا تأیید شو
Oct 31, 2025 02:42پارس ټوډی - - د هند د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د امريکا بنديزونه به په ايران کې د چابهار بندر کې د نوي ډهلي فعاليتونه شامل نه کړي.
-
د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولي افغانستان او ایران دویم مقام وګاټه
Oct 31, 2025 02:38د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.
-
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې ولې ناکامې شوې؟
Oct 30, 2025 11:13پارس ټوډې - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
-
حماس: نتانیاهو د شرم الشیخ تړون له پلي کېدو د تیښتې هڅه کوي / یمن: موږ به په هره بیه د فلسطین تر څنګ پاتې شو
Oct 30, 2025 09:25پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر غړی محمد نزال وویل: د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه واکمنه ډله هڅه کوي چې په غزه کې د اوربند په اړه په مصر کې د شرم الشیخ تړون له پلي کېدو څخه اوږه خالی کړي .
-
د افغانستان دننه به به حمله وکړو،خو طالبان وائي؛د هند او پاکستان په جګړو کې به ښکېل نه شو
Oct 30, 2025 08:07پارستودی- پاکستان دفاع وزیر په خپلو وروستیو یولړ څرګندونو کې افغانستان ګواښلی چې اسلامآباد به د خپلې خاورې د هر ډول خلاف ورزۍپه ځواب کې، که اړتیا وي، د افغانستان په د اخل کې حملې وکړي.
-
خبرونه | مادورو: د سیا توطئه شنډ شوی
Oct 30, 2025 07:27پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیسټ رژیم له خوا د غزې پر بې دفاعو خلکو دوامداره بریدونه غندلي.
-
بقايي: ایران او انډونیشیا د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي
Oct 30, 2025 04:01پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کښې د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې خبر ورکړ او دغه خبرې اترې یې صمیمي او ګټه ورې وبللې.
-
عراقچي: د ایران ډیپلوماسي د عقلانیت، وقار او د ملي ګټو د ساتنې پر بنسټ ولاړه ده
Oct 30, 2025 03:56پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت ډیپلوماسي تل د عقلانیت، وقار او د ملي ګټو د ساتنې پر بنسټ ولاړه ده، او دا اصول حتی په ډیرو سختو شرایطو او د جګړې د اور لاندې هم ساتل شوي دي.