د ایران او پاکستان اقتصادي اړیکې  به تر10میلیارډ ډالرو ورسوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170828-د_ایران_او_پاکستان_اقتصادي_اړیکې_به_تر10میلیارډ_ډالرو_ورسوو
پارس ټوډې - د پاکستان د تجارتي او سوداګریزو چارو وزیر جام کمال خان  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ تهران او اسلام‌آباد د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره پیاوړې ژمنتیاوې لري او د لس میلیارد ډالرو ګډې سوداګرۍ هدف ئې په ایجنډا کې شامل دی.
(last modified 2026-02-17T07:22:36+00:00 )
Feb 17, 2026 11:37 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان اقتصادي اړیکې  به تر10میلیارډ ډالرو ورسوو

پارس ټوډې - د پاکستان د تجارتي او سوداګریزو چارو وزیر جام کمال خان  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ تهران او اسلام‌آباد د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره پیاوړې ژمنتیاوې لري او د لس میلیارد ډالرو ګډې سوداګرۍ هدف ئې په ایجنډا کې شامل دی.

د پارس‌ټوډي  دایرنا له قوله رپور ورکړی، جام کمال خان اسلام اباد ته  د ایران د کرهڼیز جهاد د چارو د  وزیر  د سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل:  تهران او اسلام‌آباد د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا په اړه پياوړي ژمنتیا لري.  هغه د ایران ولس ته درناوی وکړ او د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې مبارکي ئې ورکړه او زیاته ئې کړه ؛اړیکې د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو په چوکاټ کې پر مخ ځي.

د پاکستان د سوداګرۍ د چارو  وزیر څرګنده کړه چې د ایران او پاکستان مشران د ګډې سوداګرۍ د کچې د لس میلیارډ ډالرو ته د رسوَلو ملاتړ کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره ګڼ اقدامات او نوښتونه روان دي. هغه همدارنګه یادونه وکړه چې په تیر اوړي کې د ایران او پاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه  په بریالیتوب سره  ترسره شوې او اړوندو   اورګانونو مهم ګامونه پورته کړي دي.

جام کمال خان ایران ته د پاکستان د کرهڼیزو محصولاتو او لیمو ي مېوو د صادراتو او له ایرانه د بېلابېلو توکو د وارداتو یادونه وکړه او وې ویل؛پاکستان د برېښنائي صنعت او کرهڼیزو محصولاتو په برخې کې ښه پرمختګ کړی او په دې ډګر کې هم ښې  ملګرتیاوې درلودلی شو. هغه همدارنګه د ازادې سوداګرۍ تړون ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو خبر ورکړ او هیله ئې څرګنده کړه چې د لا زیاتو همغږیو له لارې به دا تړون وروستی شي.

سرحدي بازارچې او ازادې سوداګریزې سیمې

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د بلوچستان صوبې او د سیستان او بلوچستان ولایت تر مینځ په پولې کې د مند-پیشین سرحدي بازارچې د پرانیستې هرکلی وکړ او وې ویل:  د نورو سرحدي بازارچو د پرانیستې او د ازادو سوداګریزو سیمو د جوړولو چارې هم په ایجنډا کې شاملې دي،د پاکستان په حکومت کې دمتبادلې سوداګرۍ د قانون  دترمیم ماده تصویب شوې او تخنیکي پړاوونه ئې د ایران په نږدې ملګرتیا سره په نهائي کیدا ده

جام کمال خان په پای کې ټینګار وکړ چې که څه هم ځینې هېوادونه د ایران او پاکستان د اقتصادي اړیکو له پیاوړتیا خوښ نه دي، خو د دواړو هېوادونو وړتیاوې یو بل بشپړوي او   مهم سیمه‌ییز بازارونه رامنځته کولی شي.

دغه څرګندونې ښئي چې تهران او اسلام‌آباد په روښانه او سټراتیژیکو موخو سره د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په لور حرکت کوي.