-
په ملګروملتونو کښې د ایران استازی : صهیونیسټ رژیم د سولې او د امنیت لپاره جدي ګواښ دی
Oct 24, 2025 09:35پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د امنیت شورا په غونډه کښې چې د فلسطین په حالاتو د غور لپاره شوي وه وویل صهیونیسټ نیواکګر رژیم د سیمې او د نړیوال امنیت او د سولې لپاره په ښکاره او جدي ګواښ بدل شوی دی.
-
؛یانګ؛ جومات د آسټریلیا د جوماتونو د پرانیستې د ملي ورځ په مناسبت د عامو خلکوهرکلی کوي
Oct 24, 2025 02:12د آسټرالیا په نیو ساوت ویلز ایالت کې د «یانګ» مسجد دروازې د اسلام د دین په اړه د متقابلې پېژندګلوۍ د پياوړتیا او د ناسمو تفاهمونو د سمَولو په موخې سره ، د جوماتونو دپرانیستل کیدا په ورځ پر عامو خلکو خلاصېږي.
-
غزې ته د بهرنيو خبريالانو د واریدیدا مخنیوی د جناياتو دپټولو لپاره دی
Oct 24, 2025 01:52پارس ټوډۍ- د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ (حماس) پرون د یوې اعلایمې په خپرولو سره غزې ته د بهرنيو خبريالانو د واریدیدا د منع کولو هدف د صهیونیسټي رژیم د وحشي ډوله جناياتو پټول وګڼل.
-
د وحشی صهیونیسټي رژیم یوه افراطي وزیر دعربستان سپکاوی وکړ
Oct 24, 2025 01:37پارس ټوډۍ- یوه سرزوري او افراطي صهیونیسټي وزیر پرون د فلسطین د هېواد د جوړولو په بڼه کې له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو احتمال ته اشاره وکړه، او د ریاض د چارواکو په سپکاوی کولو سره ئې ووئيل چې دوي باید پخپلو اوښانو سواریدو ته مخه کړي.
-
په غزې کې نسل وژنه له نړیوالې ملګرتیا پرته ممکنه نه وه
Oct 24, 2025 01:20پارس ټوډۍ- د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ټرې پرون په یولړڅرګندونو کې وویل چې په غزې کې د صهیونیستي رژیم نسل وژنې له نړیوالې ملګرتیا پرته ناممکنه وه.
-
د لبنان په ختیځ دصهیونیسټي پوځ هوائي حملو لړۍ بیا پیل شوې
Oct 23, 2025 12:30پارس ټوډې- د صهیونیسټي رژيم و حشی پوځ نن یو ځل بیا په لبنان کې د اور بند خلاف ورزي وکړه او ددغه هیواد دختیځ ځیني برخې ئې د جنګی الوتکو په شیشت کې راوستې.
-
شاه چراغ؛ د شیراز په زړه کې د ایمان او هنر یو جواهر
Oct 23, 2025 12:20پارس ټو ډی - د حرم انګړونو ته له شاوخوا باغونو د نارنج ګلونو بوی راځي، چې د طبیعت ښکلا له روحاني سکون سره یوځای کوي.
-
سپورټ | په نړۍ کې د ایران د غیږ نیوونکو وارمخکې اتلولۍ / د غزې له خلکو د ترکیې د ګالاتاسرای پلویانو ملاتړ
Oct 23, 2025 11:10پارس ټوډې - د ایران د ۲۳ کلنو غیږ نیونې ټیم د سیالۍ له پای ته رسیدو دمخه د نړۍ اتل شو.
-
عباس عراقچي د ایران د ایټمی پروګرام په باب د رافایل ګروسي په ناغړیو خبرو غبرګون وښود
Oct 23, 2025 10:54د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنيو چارو وزیر د ایټمي انرژۍ د نړيوال آژانس د عمومي مدير د ګواښونو په ځواب کې ټېنګار وکړ: هغه څوک چې دغه ډول ګواښونه کوي بايد پوه شي چې د يوې ناکامې تجربې تکرار،د هغوی لپاره له ناکامئ پرته بله هيڅ نتيجه نه لري.
-
اروپایان ولې په ايران د امريکا او اسرائيلو حملې نه محکوموي.؟
Oct 23, 2025 10:24په اروپائي پارلیمان کې د بیلجیّم استازی په يوې څرګندې غونډې کې د دغه اورګان له استازو څخه پوښتنه وکړه: ولې مونږ اروپایان په ایران د امريکا او اسرائيلو هغه غير قانوني حملې چې پکې زیات شمېر عام ايراني وگړي وژل شوي، محکومې نه کړې.