-
سردار شکارچي: زموږ غچ له سیمې د امریکا ایستل دي
Jul 23, 2026 05:37د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي ویلي، د دوی غچ یوازې په یوه تاکتیکي عملیاتو پورې نه محدودېږي، بلکې اصلي موخه یې له لوېدیځې اسیا څخه د امریکا ایستل دي.
-
سپاه: د هرمز تنګي ته نږدې یوې د تېلو بېړۍ اور واخیست
Jul 23, 2026 05:31د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په خپله ۴۳مه اعلامیه کې ویلي، د هرمز تنګي په جنوب کې د تېرېدو هڅه کوونکې له درېیو د تېلو لېږدوونکو بېړیو څخه یوې اور اخیستی او دوه نورې بېړۍ بېرته ستنې شوې دي.
-
مخبر: د امریکا لېونتوب به د پرمختللو بریدیزو ټکنالوژیو په ناڅاپي کارونې ځواب کړو
Jul 23, 2026 05:16د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هرمز تنګی زموږ بېسیاله حریم دی او موږ پرېکړه کوو چې څوک به ترې تېرېږي.
-
بقايي: د ایران پر ضد د امریکا د جګړې انساني اړخ ته د کانګرس بېپامي د شرم وړ ده
Jul 23, 2026 05:14د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا په کانګرس کې د دې هېواد د دفاع وزیر د کړنو د ارزونې غونډې په غبرګون کې ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا د جګړې انساني اړخ ته د کانګرس بېپامي د شرم وړ ده.
-
د ورورګلوۍ او زرغون چاپېریال پیغام؛ دوه ایراني بایسکل ځغلوونکي جلالاباد ته ورسېدل
Jul 23, 2026 04:58جلالاباد – دوه ایراني بایسکل ځغلوونکي، چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې له ایران څخه د افغانستان پر لور خپل سفر پیل کړی و، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې دغه هېواد ته تر ننوتو وروسته جلالاباد ښار ته رسېدلي دي.
-
ایران د افغانستان له سېلاب ځپلو سره فوری مرستې کوي
Jul 22, 2026 14:10د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ورښتونو او سیلاب له امله په سلګونو کورنئ له ډیرو ستونزو سره مخ شوي چې د ایران اسلامی جمهوریت سفارت له غمځپلو سره د فوري مرستو ژمنه کړې ده.
-
د ملګرو ملتواستازې دې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي
Jul 22, 2026 14:58په قطر کې د افغانستان د طالبانو سفیر د ملګرو ملتو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړي.
-
ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه د عربستان د ساتنې
Jul 22, 2026 14:51پارس ټوډې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام محمد الفرح د یمن پر ضد د عربي هېوادونو دریځ وغنده او وې ویل، ډونالډ ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه هم د عربستان د ساتنې وړتیا لري.
-
په پاکستان کې د فتنه الخوارج د اسانتیا برابرولو په تور ملا ظفریاب ونیول شو
Jul 22, 2026 14:40د پاکستان په بلوچستان صوبې کې په تیرو دوو شپو ورځو کې د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې د فتنه الخوارج یا هماغه ټي ټي پي کابو لس ترهه ګر هلاک شوي او درې خودکش چې یوه میرمن هم پکې ترسترګو کیږي ،نیول شوي دي.
-
له ایران سره په جنګ کې د امریکائي ټپيانو شمیر له ۵۰۰ اوښتی دی
Jul 22, 2026 13:53پارس ټوډې- له دې مخکې هم ایسو شیټيډ پریس منلې وه چې له ایران سره په جنګ کې د وژل شوو امریکائي پوځيانو شمیر اولس تنو ته زیات شوی دی. دا په داسې حال کې دي چې په سیمې کې پر امریکائي پوځي مرکزونو د ایران د ډرونز او توغندوي عملیاتو په بهیر کې د امریکائي ترهه ګرو پوځيآنو د مرګ ژوبلو رسمي احصایو خپریدا سنسر کیږي.