سپاه: د هرمز تنګي ته نږدې یوې د تېلو بېړۍ اور واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175452-سپاه_د_هرمز_تنګي_ته_نږدې_یوې_د_تېلو_بېړۍ_اور_واخیست
 د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په خپله ۴۳مه اعلامیه کې ویلي، د هرمز تنګي په جنوب کې د تېرېدو هڅه کوونکې له درېیو د تېلو لېږدوونکو بېړیو څخه یوې اور اخیستی او دوه نورې بېړۍ بېرته ستنې شوې دي.
(last modified 2026-07-23T01:05:30+00:00 )
Jul 23, 2026 05:31 Asia/Kabul
  • سپاه: د هرمز تنګي ته نږدې یوې د تېلو بېړۍ اور واخیست

 د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په خپله ۴۳مه اعلامیه کې ویلي، د هرمز تنګي په جنوب کې د تېرېدو هڅه کوونکې له درېیو د تېلو لېږدوونکو بېړیو څخه یوې اور اخیستی او دوه نورې بېړۍ بېرته ستنې شوې دي.

د اعلامیې له مخې، یادې درې بېړۍ د امریکا د پوځ په هڅونه د هرمز تنګي له هغې لارې د تېرېدو هڅه کوله چې ماینونه پکې ځای پر ځای شوي وو.

سپاه وایي، له یوې بېړۍ سره د چاودنې او سخت اورلګېدنې وروسته، پاتې دوه بېړۍ په چټکۍ سره بېرته خپلې لارې ته وګرځېدې.

سپاه سمندري ځواک په اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی د دوی تر کنټرول لاندې دی او تر هغه چې د امریکا پوځي اقدامات دوام ولري، دغه سمندري لار به تړلې پاتې شي.

د اعلامیې له مخې، هېڅ د تېلو بېړۍ به د ایران له همغږۍ پرته د تنګي له لارې د تګ او راتګ اجازه ونه لري، او هره بېړۍ چې د امریکا په هڅونه د ایران له همغږۍ پرته د تېرېدو هڅه وکړي، له ورته برخلیک سره به مخ شي.

په اعلامیه کې امریکا ته خبرداری هم ورکړل شوی چې په دې حساسې سیمې کې له پاروونکو اقداماتو، د سوداګریزو بېړیو له ګواښلو او د نړۍ د انرژۍ له امنیت سره له لوبو لاس واخلي.

سپاه همداراز ویلي، دا ډول اقدامات به د انرژۍ نړیوال بحران او د کرنیزو سرو د کمښت لامل شي او امریکا به له لا زیاتې بې‌اعتبارۍ او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ کړي.

د اعلامیې په پای کې سپاه ویلي، چې د یادې سرغړونې په غبرګون کې به «تنبیهي عملیات» ترسره کړي.