-
پاکستان او ایران د سیمې او نړئ په باب یو شان دریځونه لري
Jan 17, 2026 11:08د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په یوه ټیلیفوني تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چاروله وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران او سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.
-
د دښمنانو، په تیره بیا د امریکا، دسیسو او چلونو پر وړاندې باید مقومت وشي
Jan 17, 2026 10:46پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوي درستیز سردار عبدالرحیم موسوي وویل: دښمن د رسنیزې امپراتورۍ او ادراکي جګړې له لارې د ایران د ټولنې پر یو شمېر وګړو اغېزې کړی او حقایق ئې سرچپه ښودلي دي؛ له همدې امله باید د پېښو د سمو بیانولو له لارې د دښمنانو د چلونو او دسیسو پر وړاندې ودرېږو.
-
د پاکستان د پوځ او بېلتونغواړو ترمینځ په نښتې؛ ۱۲ تنه وژل شوي
Jan 17, 2026 10:21د پاکستان پوځ ویئلي چې په سیمې کې د نننیو ترهګریزو بریدونو د عاملینو د پېژندنې او سزا ورکولو لپاره عملیات لا هم روان دي.
-
په مکسیکو او د لاتینې امریکا په هېوادونو کې د امریکا د پوځي عملیاتو احتمال زیات شوی
Jan 17, 2026 09:58د امریکا ولسمشر په وروستیو شپو ورځو کې،پر وینزویلا تر برید وروسته، یو ځل بیا د هغه څه پر ضد د پوځي اقدام خبره کړې چې دی ئې په مکسیکو کې د نشه ایزو موادو کارټلونه بولي.
-
امریکا سوکه سوکه د اجتماعي دړې وړې کیدا په درشل کې ده
Jan 17, 2026 09:25پارس ټوډې – یوه اروپائي شنونکي اعتراف کړی چې متحده ایالات سوکه سوکه د ټولنیزې دړې وړې کیدا له ستونزې سره مخ دی.
-
زوړ براعظم؛چین د امریکا د ټیرفونو له ګواښونوسره سخت مخالفت وکړ
Jan 17, 2026 08:43پارس ټوډې – له آسیا څخه نوي راپورونه ښئي چې د دغې لوئې وچې اقتصاد به په راتلونکو کلونو کې، سره له جیوپولیټیکي کړکېچونو، لا هم د نړیوال اقتصاد په ودې کې مهم رول ولوبوي. په ورته وخت کې، په چین، ویتنام او جاپان کې اقتصادي بدلونونه د ختیځې اسیا د فرصتونو او ننګونو یو څو اړخیز انځور وړاندې کوي.
-
د ایران په وروستیو بلواو کښې ټروریسټانو له انساني ډهال څخه استفاده وکړه
Jan 17, 2026 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال «سید عبدالرحیم موسوي»وویل ترهګرو په وروستیو بلواو کښې له انساني ډهال څخه کار واخیست.
-
په نړۍ کښې د هیوادونو د ګواښلو ټغر باید ټول شي
Jan 17, 2026 00:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شانګهايي ملګرتیا موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې له هر ډول لاسوهنې او په نړیوالو اړیکو کښې له زور او یا د زور له ګواښ څخه له استفادې کولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
-
جي اوه ډله باید د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بند کړي
Jan 16, 2026 23:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت د خپل هیواد د کورنیو چارو په ارتباط د جي اوه(G-7) ډلې لاسوهونکي بیانیه په کلکه وغندله او هغه یې د بشري حقوقو د موضوع په وړاندې د امریکا په مشرۍ د دغه ډلې د غړیو هیوادونو د ریاکار کړچار روښانه نښه وبلله.
-
د ایران په وروستيوپیښو کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه رول اولاسوهنې ښکاره دي
Jan 16, 2026 12:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ایران کښې په وورستیو پیښو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم او د ځینو اروپايي هیوادونو نیغ په نیغه رول او لاسوهنو ته په اشارې سره ډاګینه کړه