-
اردوغان: قدس د ټول بشریت عزت او کرامت دی
Sep 20, 2025 10:02پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ترکیه چمتو نه ده چې د قدس حتی یوه تیږه هم اسرائیلو ته وسپاري.
-
فرانسه او ۹ نور هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني
Sep 20, 2025 10:00پارس ټوډې - په یوه تاریخي اقدام کې، فرانسې او ۹ نورو هېوادونو اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت به په رسمیت وپېژني.
-
ګوترش: نړۍ باید د فلسطین په اړه د اسرائیلو له ګواښونو ونه وېرېږي
Sep 20, 2025 09:56پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو ګواښونه باید د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو مخه ونه نیسي.
-
خطیب زاده: اروپا د فشار په میکانیزم سره د تاو تریخوالي په لټه کې ده
Sep 20, 2025 09:53پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده خبرداری ورکړ چې درې اروپايي هېوادونه د تحریمونو د بیرته راګرځولو میکانیزم په تحریکولو سره، په سیمه کې د تاو تریخوالي زیاتولو په لټه کې دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان: د امریکا ویټو د غزې د نسل وژنې ته شین څراغ دی
Sep 20, 2025 09:51پارس ټوډې - د بخښنې نړیوال سازمان د غزې د اوربند پر وړاندې پریکړه لیک ته د امریکا پر ویټو په سختې نیوکې سره، دا اقدام د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ وباله.
-
انصارالله: نوې وسلې جګړې ته داخلې شوي؛ د اسرائیلو د جنګ وزیر ته دوزخ په تمه دی
Sep 20, 2025 09:47پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر د ګواښونو په ردولو سره اعلان وکړ چې نوې وسلې د جګړې میدان ته داخلې شوي دي.
-
د نړۍ د فرنګي غېږنیونې اتلولي؛ د لومړیو ۴ وزنونو په پای کې په دوو سرو زرو او یوه سپینو زرو مډالونو سره د ایران لومړی مقام
Sep 20, 2025 08:57پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د فرنګي غېږنیونې ملي لوبډلې د نړۍ د اتلولۍ سیالیو د لومړیو څلورو وزنونو د سیالیو په پای کې، د ۲ سرو زرو مډالونو، یوه سپینو زرو مډال او ۸۰ ټیمي نمرو سره، په قاطع ډول د درجه بندۍ په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.
-
د مصر مفتي وائي؛ قرآن د کلتورونو اختلاف د ملګرتیا لپاره یو فرصت ګڼي
Sep 20, 2025 02:39د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.
-
د افغانستان طالبان هیڅکله هم د بګرام هوائي ډګر کنټرول چا ته نه ورکوي
Sep 20, 2025 02:35د افغانستان د طالبانو حکومت د امریکا د کرغیړن ولسمشر دونالد ټرمپ هغې ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي ئې دي د بګرام پوځي هوائي ډګر د بیا کنټرولولو هڅه کوي او د داسې یوې موضوع د رامینځته کیدو امکان ئې په کلکه رد کړی دی.
-
له ایران سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ثابت رکن دی
Sep 20, 2025 02:31شفقت علي خان په اسلامآباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرلهپسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو په اړه(د اسرائیلو د تیریو له امله) د پاکستان دریځ لیدلی دی.