افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو شمیر په اوځاره توګه زیات شوی دی
د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسارۍ یا یونیسیار په یوه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوړې کمیشنرئ او د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) اعلان کړی، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ سلنه زیات شوی دی.
دغه ادارې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې تر ۱۳۰ زرو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.
د نیونو ډېره برخه په بلوچستان ، اسلاماباد، خیبرپښتونخوا، پنجاب او سند صوبو کې ترسره شوې ده.
د ورکړل شوو شمېرو له مخې کابو ۹۰ فیصړخ نیول شوي کسان هغه کډوال دي چې یا د افغان تابعیت کارت ACC لري او یا هم بې اسناده دي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښئي، چې د تورخم له سرحدي لارې د افغانانو ستنېدل ۸ فیصړخ زیات شوي دي.
تر دې وړاندې، د سره صلیب نړیوال فدراسیون هم اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه تر ۵.۲ میلیونه ډېر افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي؛ هغه بهیر چې د افغانستان پر څو اړخیزو بحرانونو یې لا ډېر فشار راوستی دی.
د افغان سرې میاشتې د ټولنې معلومات هم ښيي، چې د افغان کډوالو تر ټولو ډېر ورځنی تګ راتګ د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې ثبت شوی دی.