د  اوه ډلې(G7) غړي هېوادونه د قضاوت هیڅ اخلاقي اعتبار نه لري  
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169650-د_اوه_ډلې(g7)_غړي_هېوادونه_د_قضاوت_هیڅ_اخلاقي_اعتبار_نه_لري
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د کورنیو چارو په اړه د اوو هېوادونو د ډلې (G7) لاسوهونکې اعلامیه وغندله.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 17, 2026 09:04 Asia/Kabul
  • د  اوه ډلې(G7) غړي هېوادونه د قضاوت هیڅ اخلاقي اعتبار نه لري  

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د کورنیو چارو په اړه د اوو هېوادونو د ډلې (G7) لاسوهونکې اعلامیه وغندله.

د ایران داسلامی جموهوریت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام په یوه بیانیه کې وویل: د G7  ډلې هېوادونه، د امریکا او صهیونیسټي رژیم تر اغېز لاندې، په قصدي ډول دا څرګند حقیقت له پامه غورځوي چې د جنورۍ له ۸ تر ۱۰ پورې، د ایران د خلکو سوله‌ییز لاریونونه د صهیونیسټي رژیم له خوا په وسلو د سنبالو شوو ترهګرو عناصرو د منظم نفوذ له امله په تاوتریخوالي بدل شول، چې په ترڅ کې ئې ګڼ شمېر  عام خلک  او امنیتي ځواکونه په نښه شول او شهیدان او ټپیان شول.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دغې بیانیې کې راغلي: د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او همدارنګه د صهیونیسټي رژیم د چارواکو څرګندې څرګندونې چې د تاوتریخوالي او د ایران د خلکو د وژنې  لمسؤنې کوي، د امنیتي ادارو له لوري  له  غونډ شوو مستندو اسنادو سره یو ځای، د دې ښکارندويي کوي چې اسرائیلي رژیم په مستقیم ډول د وسله‌والو ترهګرو په وسلو سنبالول او منظمولو کې لاس لري او امریکا له هغوی ملاتړ کوي.

بیانیه زیاتوي: د G7 غړي هېوادونه، چې هر یو ئې په خپلو هېوادونو او د لوېدیځې اسیا په سیمې کې د بشري حقوقو د ښکاره سرغړونو تورتم  تاریخ لري، او د صهیونیسټي رژیم د بشپړ ملاتړ یا د هغه د جنایتونو پر وړاندې د چوپتیا له امله، د فلسطین د ولس د نسل‌وژنې مستقیم شریکان ګڼل کېږي، هېڅ ډول اخلاقي اعتبار او رواوالی  نه لري چې د نورو هېوادونو په اړه قضاوت وکړي یا د بشري حقوقو ادعاوې مطرح کړي.

د شانګهای ملګرتیاموسیسه: په نړۍ کې دې د هېوادونو د ګواښ ټغر ټول شي

په همدې تړاو، شانګهای ملګرتیا موسیسې په یوې بیانیې کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې او د زور یا د زور د ګواښ له کارولو سره مخالفت اعلان کړ.

دغې موسیسې  ټینګار وکړ چې په نړۍ کې باید د هېوادونو د ګواښ سیاست پای ته ورسېږي او د نړۍ له ټولو هېوادونو ئې وغوښتل چې د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا اصولو ته درناوی وکړي.

 

 د فلسطینيو شهیدانو وروستئ شمیرې

په بل خبر کې، د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، له هغې ورځې راهیسې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته  پر غزې د صهیونیسټي رژیم بریدونه پیل شوي او تر اوسه دوام لري، ۷۱ زره او ۴۵۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي.

 

په ګرینلنډ کې د امریکا پر وړاندې د اروپایانو پوځي مانوره

د ګرینلنډ د نیولو په اړه د کرغیړن ټرمپ له څرګندونو وروسته، سي‌اېن‌اېن خبري چینل راپور ورکړی چې یو شمېر اروپائي هېوادونه په  شمالي قطب سیمې کې ګرینلنډ ته خپل پوځي ځواکونه لېږي، څو د ډینمارک له پوځ سره په ګډو پوځي تمرینونو کې ګډون وکړي.

 

د ټرمپ پر ضد د امریکا په داخل کې  بیا اعتراضونه

د امریکا د مینه‌سوټا ایالت خلک په وروستیو اوونیو کې د څوّم ځل لپاره سړکونو ته  وتلي، څو د ټرمپ د کډوالۍ پر سیاستونو او د مهاجرت ادارې د مأمورانو پر تاوتریخوالي اعتراض وکړي.

دا لاریونونه وروسته له هغه بیا پیل شول چې امریکائي مأمورانو د یو کس د نیولو پر مهال د هغه پر پښه ډزې وکړې. دا په وروستیو اوونیو کې د مینه‌سوټا د خلکو پر وړاندې د امریکائي ځواکونو د ډزو  دوهمه پېښه ده. تر دې وړاندې، همدغو مأمورانو یوه ښځه چې  رِني نیکول ګوډ  نومېدله، په سر   ویشتې او وژلې وه، چې دغه کرغیړن کار ئې پراخ ولسي اعتراضونه راوپارول.