-
د سپاه په حملو کښې د امریکې یوشمیر ترهګر پوځیان هلاک شوي دي
Jul 21, 2026 16:17د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې خبرتیا کښې د اردن په الرُکبان سیمه کښې د یوشمیر امریکايي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
-
باقري کني: هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک د ټاکلو لامل دی
Jul 21, 2026 13:08پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال مشر، هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک ټاکونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې امریکا په جنګ کښې له ماتې سره سره، په دغه تنګي د ولکې په تکل کښې ده خو د ایران وسله وال ځواکونه به پرې نږدي چې دغه هدف یې پوره شي.
-
سردار قاآني د حماس د سیاسي دفتر د مشر د غوره کیدو مبارکي ورکړه/ د مقاومت ډلو هم د خلیل الحیه د غوره کیدو هرکلی کړی
Jul 21, 2026 12:50پارس ټوډی- د اسلاممي انقلاب د سپاه پاسدار د قدس ځواک قومندان په یو پیغام کمښې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه د خلیل الحیه د غوره کیدو مبارکي ویلې ده.
-
د ایران د سپاه پاسداران او پوځ په عملیاتو کښې د امریکې راډارونه او دفاعي سیسټمونه تس نس شول
Jul 21, 2026 12:19پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپاه هوايي ځواک د نصر۲ عملیاتو په ۲۴مه څپه کښې، د بحرین په المحرق کښې یو امریکايي راډار په بشپړه توګه ویجاړ کړ او له عملیاتي مداره یې وایسته او همداشان یې د بحرین په الرفاع کښې د پاټریوټ په نامه د امریکې د هوايي دفاع سیسټم، په یو وخت په ډرونز او توغندویو سره په نښه کړ او له مینځه یې یووړ.
-
د ایران په وروستیو بریدونو کې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
Jul 21, 2026 07:42پارس تودی-د امریکا د جنګ د وزارت ویاند شان پارنل ادعا کړې چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
-
له افغانستان سره په سوداګري کې ایران د پاکستان ځایناستی شوی
Jul 20, 2026 16:47پارس تودی- په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو ټرانزیټ ۹۳ سلنه راکم شوی، د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ونډه د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې په څرګند ډول لوړه شوې ده.
-
واشنګټن له ایران سره د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی
Jul 20, 2026 16:35د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د واشنګټن د یرغلګرو بریدونو او وعده خلافیو سربیره ادعا وکړه چې واشنګټن له ایران سره د خبرو او ډیپلماسۍ لپاره تیار دی.
-
د ایران د کورنیو چارو وزیر له یوه پیغام سره اسلاماباد ته ورسېد
Jul 20, 2026 16:26پاکستاني سرچینو د الجزیرې شبکې ته ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني نن دوشنبه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
-
د کویټ خلګو ته د سپاه پاسداران پیغام/ امریکایان ستاسو له خاورې څخه مسلمانان وژني
Jul 20, 2026 16:23د سپاه د عامه اړیکو دفتر په یوې تازه خبرپاڼه کې وویل: «د کویټ درنو خلکو! د کلونو راهیسې ستاسو د اسلامي خاورې ځینې برخې د امریکايي ځواکونو تر پوځي حضور لاندې دي او له دغو اډو څخه د ایران، عراق، افغانستان او فلسطین د مسلمانانو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره استفاده شوې او کېږي.
-
د ایران خاورې ته د امریکا له هرډول نفوذ سره به سمدستي مقابله وشي
Jul 20, 2026 16:16د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو مرستیال، برید جنرال روحالله نوري وویل، د سپاه ځمکني ځواکونه، په ځانګړي ډول د هوايي دفاع قطعې، د نوې تجهیزاتو، دوامداره روزنې او د عملیاتي وړتیاوو د لوړولو په مټ، د بشپړې چمتووالي په لوړه کچه کې دي او د امریکایي دښمن هر ډول یرغل او نفوذ به په هماغه لومړۍ شېبه کې شنډ کړي.