-
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر وایي، ټرمپ د دې پر ځای چې د ایران د خلکو د ملاتړ غږ کوي، خپل هېواد دې سمبال کړي
Jan 09, 2026 12:03نن د مرغومې ۱۹مه برابره ده، د قم د خلکو لخوا د پهلوي رژیم پر ضد د حضرت امام خمیني د ملاتړ د ۵۲ کالیزې سره، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د ایران د اسلامي انقلاب رهبر حضرت ایت الله خامنه یی د وینا پر مهال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د زرګونو کسانو په قربانۍ رامنځته شوی او ساتنه به یې دوام ولري.
-
د ایران په بېلا بېلو سیمو کې تخریبکارو تېره شپه بېلا بېل عام المنفعه او د خلکو شخصي ملکیتونه او توکې سوځولي.
Jan 09, 2026 12:00د ایران د صد او سیما د خبریال د را پور له مخې؛ تېره شپه د ایران په پلازمینه تهران او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لاریون په نوم یو شمېر تخریبکارو چې په وسلو هم سمبال وو، عام المفعه وسایلو او ځایونو ترڅنګ د خلکو شخصي شتمني، توکې او وسایل سوځولي دي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل لبنانی سیال سره ولیدل.
Jan 09, 2026 11:59د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیروت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خبل لبناني سیال سره ولیدل.
-
د امریکایي پولیسو لخوا د یوې ځوانې مېرمنې د وژنې په اړه د ایکس کاروونکو غبرګون: دا د ټرمپ د امریکا هیولا دي
Jan 08, 2026 09:40پارس ټوډې - د امریکا په مینیاسوټا ایالت کې د پولیسو افسر لخوا د یوې ځوانې مېرمنې وژنې، د ایکس کاروونکو لخوا د غوسې او نیوکې څپې راپورته کړې.
-
دو خبرونه | د ایران د فولادو په ځنجیر کې د اسفنجي وسپنې تولید دوه رقمي وده / د امریکا او ونزویلا د بدلونونو په سیوري کې د تېلو بیه لوړه شوه
Jan 08, 2026 12:20پارس ټوډې- د ایران د فولادو تولید د ۱۴۰۴ کال په نهو میاشتو کې مثبته وده تجربه کړه.
-
د رڼا سرچینې (د قرآن د نزول شأن 156) پر زړونو د خداي ټپه وهَل
Jan 08, 2026 09:56د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی ۱۵۶ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې له قدرمنو دوستانو سره د قرآن کریم د محمد سورې د ۱۶ آیت د نزول د شان په باب غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امریکایي رسنیو سرټکي | د امریکایي پولیسو لخوا د یوې ځوانې مېرمنې له وژنې څخه نیولې له کالیفورنیا څخه د امریکایي میلیاردرانو تر تېښتې پورې
Jan 08, 2026 09:11پارس ټوډې - لکه څنګه چې د کالیفورنیا د میلیاردرانو لپاره د شتمنۍ مالیې پلان پلي کولو وروستۍ نېټه نږدې کېږي، ځینې لوړ پوړي امریکایي سوداګریز مشران له دې ایالت څخه د وتلو لپاره ستراتیژیک ګامونه پورته کوي.
-
ډیجیټلي اقتصاد | د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټیزو زېربناوو پر پراختیا د ایران تمرکز
Jan 08, 2026 08:33پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پالیسۍ جوړونې او پلان جوړونې مرستیال احسان چیتساز د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټیزو زېربناوو پر پراختیا د دې وزارت د تمرکز خبر ورکړ.
-
امریکایي شنونکی ټرمپ ته: نړۍ هغسې کار نه کوي لکه څنګه چې ته فکر کوې
Jan 08, 2026 08:23پارسټوډې – یوه امریکایي شنونکي پر ونزویلا د امریکا پوځي یرغل د واشنګټن د هغو تېروتنو تکرار بللی چې پخوا یې په عراق او افغانستان کې کړې وې.
-
ایران د بنسټیزو حجرو په برخه کې په نړۍ کې کوم ځای لري؟
Jan 08, 2026 08:11پارسټوډې – ایران د سلګونو زرو بنسټیزو حجرو د بېلګو د زېرمه کولو او د نوې درملنې د پلي کولو له لارې، په دې برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه ګرځېدلی دی.