د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل لبنانی سیال سره ولیدل.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169372-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_د_خپل_لبنانی_سیال_سره_ولیدل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیروت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خبل لبناني سیال سره ولیدل.
(last modified 2026-01-09T07:30:02+00:00 )
Jan 09, 2026 11:59 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل لبنانی سیال سره ولیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیروت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خبل لبناني سیال سره ولیدل.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیروت ته د خپل سفر په لړ کې نن د جمعې په ورځ د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي سره لیده کاته او خبرې اتې وکړې.

هغه تېره ورځ د شهید سید حسن نصرالله په مزار کې د خبرو پر مهال وویل: ایران د لبنان د هر اړخیزې خپلواکۍ او ملي وحدت ملاتړ کړی او دغه چارې ته به دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، ایران په سیمه کې په ځانګړي ډول په لبنان کې د صهیونیسټي رژیم د هر ډول اشغال د پای ته رسیدو غوښتونکی او ملاتړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې هېواد یې د هر ډول تجاوز پر وړاندې ځواب ورکولو ته چمتو دی، خو هم مهال یې ټینګار وکړ، چې دوی د متقابل احترام پر بنا باندې ډیپلوماتیکو خبرو اترو ته هم ژمن دي.