د پاکستان په جنوبي وزیرستان کښې بم چاودنې یو کس وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177298-د_پاکستان_په_جنوبي_وزیرستان_کښې_بم_چاودنې_یو_کس_وژلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د جنوبي وزیرستان په مکین بازار کښې په موټر سائیکل کښې د کیښودل شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او اته نور کسان ژوبل شوي دي.
(last modified 2026-08-28T11:44:05+00:00 )
Aug 28, 2026 16:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان په جنوبي وزیرستان کښې بم چاودنې یو کس وژلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د جنوبي وزیرستان په مکین بازار کښې په موټر سائیکل کښې د کیښودل شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او اته نور کسان ژوبل شوي دي.

بل خوا د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کښې هم د ریموټ کنټرول بم چاودنې له کبله دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه د باجوړ سیمې په ډمه ډوله خوړ سیمه کښې د سړک غاړې ته شوې ده.