ایران د پاکستان ترهګر برید په کلکه وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178328-ایران_د_پاکستان_ترهګر_برید_په_کلکه_وغاند
پارس ټوډې-د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کوهاټ ښار د پولیسو په مرکز کښې په یوه جومات کښې ترهګر برید چې د جمعې د لمانځه په وخت وشو او له کبله یې لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي په کلکه وغاند.
(last modified 2026-09-19T05:43:05+00:00 )
Sep 19, 2026 10:11 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان ترهګر برید په کلکه وغاند

پارس ټوډې-د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کوهاټ ښار د پولیسو په مرکز کښې په یوه جومات کښې ترهګر برید چې د جمعې د لمانځه په وخت وشو او له کبله یې لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي په کلکه وغاند.

پارس ټوډې سایت د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی اسماعیل بقايي د ټولو زیږو سرزورو او د ترهګرو اقداماتو په پریکنده توګه غندلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځ باندې ټينګار سره ډاګینه کړه د امنیت د ساتونکو ځواکونو او د ملکي وګړو پرضد له تاوتریخوالي ډک او ترهګر اقدامات مطلقا هیڅ توجیه نلري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز له ټروریزم سره د پرله پسې او د اغیز شیندونکي مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا او د  غږملتیا د پیاوړتیا پرضرورت ټینګار وکړ.