-
د شانګهای همکارۍ سازمان ته د ایران وړاندیز؛ د نړیوال نوي نظم په لور یو ګام
Sep 01, 2025 12:08پارس ټوډې - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې په خپله وینا کې، د امریکا او لوېدیځ د یو اړخیزتوب پر وړاندې د مقابلې لپاره د دې سازمان د غړو ترمنځ د همکارۍ پراختیا لپاره د ایران وړاندیزونه وړاندې کړل.
-
پزشکیان: د ایران او پاکستان د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته
Sep 01, 2025 11:29د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دې په بیان سره چې د ایران د چارواکو احساس دا دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته، او زیاته یې کړه: موږ لیوال یو چې په ټولو برخو او ساحو کې اړیکې پیاوړې او ژورې شي او د همکارۍ پراختیا مخې ته خنډونه لرې شي.
-
بقائي: د ایران او چین اړیکې د پرمختګ په حال کې دي
Sep 01, 2025 11:25پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د تهران او بیجینګ اړیکې خورا ښې او پرمختللې وبللې.
-
د یمن د پوځ لوی درستیز: صهیونیسټي رژیم د خپل ځان لپاره د دوزخ دروازې پرانیستې دي
Sep 01, 2025 10:14پارس ټوډې- د یمن د پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د خپل ځان لپاره د دوزخ دروازې پرانیستې دي؛ ځکه چې زموږ ځواب به سخت او دردناک وي.
-
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د پزشکیان او عراقچي د خواخوږۍ پیغام / ایران د مرستو لیږلو لپاره چمتووالی اعلان کړ
Sep 01, 2025 08:54د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کې د افغانستان د دوست او ورور هېواد یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ایران داسلامي جمهوریت د هر ډول همکارۍ، امداد رسونې او د زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
-
ننګرهار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵۵ ته لوړ شوی
Sep 01, 2025 08:12د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ننګرهار ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۲۵۵ ته لوړ شوی دی.
-
هره ورځ د تورخم له لارې له پاکستان څخه تر دوه زروکډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنېږي
Sep 01, 2025 07:52ننګرهارکې چارواکي وایي، هره ورځ د تورخم له لارې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه تردوه زروکډوالې کورنۍ راستنیږي. چارواکي له مرستندویه ادارواوخیریه بنسټونوغواړي ، چې له راستنو شویوکورنیوسره خپلې مرستې زیاتې کړي.
-
په افغانستان کې زورورې زلزلې بیا لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Sep 01, 2025 02:20د جرمني د مځکې پېژندنې څېړنيز مرکز (GFZ) وويل چې دا زلزله د يکشنبې په شپه د سيمې پر وخت د شپې کابو پاؤ کم دولس بجې د افغانستان ختيځ او د پاکستان د سرحد په نزدې کې راغلې ده.
-
له افغانستانه د امريکائي عسکرو وتل د خلکو د جهاد نتيجه وه
Sep 01, 2025 02:17د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستيال ويندوي د امريکائي عسکرو د وتلو د ورځې په مناسبت ټينګار وکړ چې دا ورځ د خلکو د مقاومت او جهاد نتيجه وه چې د بهرني نیواک په وړاندې ترسره شوه او د امريکا او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو لامل شوه.
-
اسرائيلي دښمن د اسلامي امت د غلامۍ په لټه کې دی
Sep 01, 2025 02:14عبدالملک بدرالدين الحوثي د يمن د بدلون او پرمختګ د حکومت د لومړي وزير احمد غالب الرهوي او ځينو وزيرانو د شهادت په مناسبت وويل: اسرائيلي دښمن تېره پنجشنبه د یمن د حکومتي کابینې غونډه په نښه کړه چې په نتيجه کې ئې يو شمېر وزيران او د حکومت کارکوونکي شهيدان شول. مونږ د شهيدانو کورنيو ته تسليت وايو. د اسرائيلي بريد شهيدان د يمن اتل شهيدان دي. دا شهيدان د ملکي چارو وزيران وو.