واټونه د امریکا او صهیونیسټي داعشي عناصرو له وجود څخه پاکوو
پارس ټوډی- د ایران خلکو پرون په ټول هیواد کښې د وسله والو ترهګرو د جنایتونو د غندلو په سترو لاریونونو کښې د پردیو حکومتونو او د ایران د ملت د قسم خوړلیو دښمانانو هرډول لاسوهنه وغندله.
د تهران او د ایران د نورو ښارونو د خلکو بیلابیلو پرګنو پرون د پراخو لاریونونو په ترسره کولو سره امریکا او اسرائیلو ته له اړونده وسله والو ترهګرو او بلواګرو خپله کرکه څرګنده کړه.
د پارس ټوډي سایټ د راپور پراساس د دغو سترو لاریونونو په پاې کښې امریکا او صهیونیسټ رژيم ته د اړونده عناصرو او د ترهګرو کسانو د اقداماتو د غندلو لپاره یو پریکړه لیک ولوستل شو.
په دغه پریکړه لیک کښې ویل شوي دي:د اسلامي ایران پلیدو دښمانانو په تیرو څو ورځو کښې د اقتصادي خپګانونو په پلمه منظم شوي ګوډاګیان او روزل شوي او وسله وال داعشیان میدان ته راوویستل او له غوښتنې څخه کړکیچ ته د ډګر په بدلولو او په هدفمنو وژلو او په تر ټولو سترو اسلامي ارزښتونو باندې ګوزار کولو سره د کورني جنګ د رامینځته کولو او د خارجي لاسوهنې د زمینې د برابرولو په هدف سره د ایران د ملت په سپیڅلي اتحاد ګوزار وکړ.
همدا اوس مونږ په دغو سترو لاریونونو کښې ګډون کونکي کسان د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني رحمت الله علیه او د انقلاب د مشر امام خامنه اي او د لوړ مقام لرونکو شهیدانو له ارمانونو او ایډیالونو سره میثاق نوی کوو.
د ایران په پرونیو سترو لاریونونو کښې ګډون کونکو د عمومي ځایونو، د درملنې د مرکزونو ، د سپیڅلیو زیارتونو ، امامباړو او د جوماتونو په سوځولو او د قران کریم د سپکاوي کونکو کسانو ، د تخریب ګارانو او د وسله والو ترهګرو او په پیسو د اخیستلو شویو عناصرو اقدامات او طغیان او د ګڼ شمیر بې ګناه ښاریزو شهیدول وغندل.