-
د ایران او د دریو اروپايي هیوادونو ترمینځ د استانبول د غونډې نتیجې:-
Jul 26, 2025 10:22د بندیزونو ختمول او د یورانیمو د بډایه کولو په حق باندې ټینګار د استانبول په تیرې جمعې ورځې غونډې کښې د ایران اجنډا وې.
-
د ډيپلوماسۍ د میدان سرتیري د جنګ په اوږدو کښې د اتلواله وسله والو ځواکونو په څنګ کښې ودریدل
Jul 26, 2025 08:29عباس عراقچي وویل د دولس ورځني جنګ په سخت خو ویاړ رامینځته کونکي پړاو کښې د خارجه وزارت ټول مدیران په خپلو دفترونو کښې موجود وو او هماغه راز چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل د ډيپلوماسۍ میدان د پوځي میدان په څنګ کښې سره یوځاې مخ ته لاړل او دغه دولس ورځنی جنګ د میدان او د ډيپلوماسۍ د غږملتیا ښکاره بیلګه ده او د وسله والو ځواکونو مټ په مټ چې واقعا په اتلواله توګه د نویو وسلو د لرونکو دوو پوځونو په مقابل کښې یې د ایران دفاع وکړه او د دې ترڅنګ زمونږ ډيپلو
-
په العدید اډې د ایران برید امریکا ته ارزښمن درسونه ورکړل
Jul 26, 2025 08:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نیوزویک» اونیزې په یوه مطلب کښې د ایران په اټومي مرکزونو باندې د واشنګټن د یرغل د غچ اخیستلو لپاره په قطر کښې د امریکا په العدید اډې باندې د تهران برید د امریکا په متحدانو باندې د چین او د شمالي کوریا د احتمالي حملې په بهیر کښې د امریکا لپاره ارزښمنې تجربې وبللې.
-
د تهران خطیب: اسرائیلي رژیم د ایران د پوځي ځواک په وړاندې سخته ماتې وخوړه
Jul 26, 2025 03:05پارس ټوډی - د تهران د جمعې خطیب وویل: اسرائیلي رژیم د ایران د پوځي ځواک په وړاندې سخته ماتې وخوړه او د دې رژیم ته د ۳۰ تر ۳۵ میلیارد ډالرو پورې زیان اوښتی دی.
-
د ایران او اروپايي تروئیکا ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره هوکړه وشوه
Jul 26, 2025 03:03پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د جمعې په ورځ په استانبول کې د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، فرانسې او جرمني) له استازو سره د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې تهران او اروپا د رایزنیو د دوام لپاره هوکړه کړې ده.
-
د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د محاصرې په ماتولو ټینګار کړی
Jul 26, 2025 03:01پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر «فیصل بن فرحان» سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره باید له ټولو ظرفیتونو کار واخیستل شي.
-
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې د اسرائیلي رژیم ملاتړو ته په خطاب کې: څنګه د شپې په ارامه خوب کوئ؟
Jul 26, 2025 02:58پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز د غزې په تړانګه کې د لوږې له امله د ورځې لسګونو فلسطیني ماشومانو د مړینې په اړه، د اسرائیلي رژیم ملاتړو ته په خطاب کې وویل: تاسو څنګه د شپې په ارامه خوب کوئ؟
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: په ایران کې دننه د یورانیمو غني کولو ته باید دوام ورکړل شي
Jul 26, 2025 02:50پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «مجید تخت روانچي» د جمعې په ورځ وویل، په استانبول کې د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، جرمني او فرانسې) له استازو سره په خبرو کې، د ایران د حقوقو موضوع، په ځانګړې توګه د یورانیمو غني کولو حق چې د NPT په چوکاټ کې زموږ مسلم حق دی، د بحث وړ وه او ټینګار مو وکړ چې په ایران کې دننه غني کولو ته باید دوام ورکړل شي.
-
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسيې د الوتکې د غورځېدو پېښې له امله تسلیت وړاندې کړ
Jul 26, 2025 02:48پارس ټوډی - د ایران ولسمشر د ایران د خلکو او دولت په استازیتوب، د روسيې د اموور په سیمه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو او د ټولو ۴۹ مسافرو د مړینې له امله، د روسيې خلکو او په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني سیال سره په خبرو کې: اسرائیلي رژیم د فلسطیني هویت د له منځه وړلو اوږدمهاله پروژه پلي کوي
Jul 26, 2025 02:46پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې، د اسرائیلو د کنست (پارلمان) له هغه پرېکړې انتقاد وکړ چې د غربي غاړې پراخولو لپاره یې د اشغالګر رژیم سیطره زیاته کړې او دا یې د فلسطیني هویت د له منځه وړلو د اوږدمهاله پروژې برخه وبلله.