په العدید اډې د ایران برید امریکا ته ارزښمن درسونه ورکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نیوزویک» اونیزې په یوه مطلب کښې د ایران په اټومي مرکزونو باندې د واشنګټن د یرغل د غچ اخیستلو لپاره په قطر کښې د امریکا په العدید اډې باندې د تهران برید د امریکا په متحدانو باندې د چین او د شمالي کوریا د احتمالي حملې په بهیر کښې د امریکا لپاره ارزښمنې تجربې وبللې.
د ختیځې اسیا په شمال کښې دیره د امریکا د پاټریاټ هوايي دفاع یونټونو په جاپان او جنوبي کوریا باندې د شمالي کوریا او د چین د احتمالي حملې لپاره له چمتووالي سره په یووخت احتمالا په مینځني ختیځ کښې له وروستي جنګ څخه ارزښمن درسونه زده کړي دي.
د امریکا پوځي چارواکو وویل د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د بمباریو د غچ اخیستلو لپاره د قطر په العدید هوايی اډې کښې د امریکا په پوځي مرکزونو باندې د تهران توغندوي حملې یو بې ساري هوايي دفاعي عملیات وو او د دغو چارواکو د اعلان پراساس چې وروسته یې ایشوا کړ له جاپان او جنوبي کوریا څخه د پاټریاټ د یونټونو د انتقال سبب شول.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال «ډن کین» هم ویلي وو د قطر په العدید هوايي اډې باندې د تیر جون د میاشتې د درویشتمې نیټې له حملې څخه مخکې له څلورڅلویښتو عسکرو پرته چې په دوو پاټریاټ سیسټمونو سره د کار لپاره پاتې وو ټول پوځيان وتلي وو.
د ملي امنیت د چارو یهودي فاونډیشن په یوې شننې کښې ولیکل د امریکا پوځ دیرش هدایت شوي پاټریاټ توغندي د هغو څوارلسو بلاسټیک توغندیو د ویشتلو لپاره چې په مینځني ختیځ کښې د امریکا په تر ټولو سترې اډې باندې ویشتل کیدل وتوغول او لګښت یې یوسل یولس میلیونه ډالره وو.