عراقچي:ایران او تاجیکستان د پارسۍ د لرغوني تمدن میراث لرونکي دي
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون مازیګر د تاجیکستان جمهوریت د انرژۍ له وزیر «دلیر جمعه» او د ټرانسپورټ له وزیر «عظیم ابراهیم» سره په کتنه کښې په اقتصادي او تجارتي حوزرو کښې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو له موجودو ډول ډول ظرفیتونو د استفادې پرضرورت ټینګار وکړ.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دغه کتنه کښې ټینګار وکړ: تاجیکستان او ایران د پارسۍ د لرغوني تمدن د میراث لرونکو په توګه په سختو ورځو او د خوشحالۍ په موقعو کښې تل د یوه بل په څنګ کښې او ملګري وو او دي.
عراقچي د ایران او د تاجیکستان د ولسمشرانو دوو متقابلو سفرونو او په دغو سفرونو کښې ترلاسه شویو موافقو ته په اشارې سره په اقتصادي او تجارتي برخو کښې د اړیکو د پراخولو او پیاوړتیا لپاره په دواړو هیوادونو کښې له موجودو متنوعو ظرفیتونو د استفادې په اړتیا ټینګار وکړ.
د تاجیکستان د انرژۍ او د اوبو او د ټرانسپورټ وزیرانو هم په دغه کتنه کښې چې د تاجیکستان د خارجه وزیر مرستیال «فرخ شریف زاده» هم پکښې ګډون درلود د دوو دوستو هیوادونو د ښو اړیکو په سویې باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره د انرژۍ او د ټرانسپورټ د حوزو په شمول د اړیکو له مخکې څخه زیات پراخولو لپاره د خپل هیواد د لوړرتبه چارواکو په جدي ارادې باندې ټینګار وکړ.