ایران په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د الانصار، د علي الطاهر د لوړو، د نبطیه، د الفقا او د دیر الزهراني په شمول د لبنان په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم څاروي ډوله حملې چې د یوې کورنۍ د یولسو غړیو چې درې پکښې ماشومان او دوې ښځې شاملې دي د شهادت او د څو نورو کسانو د ژوبلیدا او د هستوګنه او د غیر پوځي سیمو د تباه کیدا سبب شوې په کلکه وغندلې.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیګا د لبنان پرضد د صهیونیسټ رژیم د پوځي تیریو او د دغه هیواد د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزۍ ته په اشارې سره د نړیوالو بشر دوستانه حقوقو او د نړیوالو حقوقو د سختو خلاف ورزیو په وړاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا بې عملۍ او د چوپتیا دوام د خواشینۍ وړ وباله او د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلو رژیم د تیریګرو اقداماتو د بندولو او د لبنان تر نیواک لاندې سیمو څخه د اسرائیلي عسکرو په سمدستي وتلو ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د تیریو په وړاندې د لبنان د خلکو له شرافت څخه د ډک مقاومت د درنښت په ترڅ کښې د نیواکګر رژیم په مقابل کښې د لبنان د دفاع لپاره له ټولو اوزارونو څخه د استفادې لپاره د لبنان په قانوني او جایز حق ټینګار وکړ.