-
آذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي
May 23, 2026 07:46د آذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجییف ویلي، آذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، کلتوري او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
-
بقایي: د ایران د پاسټور انسټیټیوټ ویجاړول د سیمې د روغتیایي امنیت پر ضد ګواښ دی
May 23, 2026 07:44پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران د پاسټور انسټیټیوټ ویجاړول د سیمې د روغتیایي امنیت پر ضد ګواښ دی.
-
د یمن د عالي شورا رئیس: د تېریو پر وړاندې د ایران ملاتړ کوو، د هرمز تنګي مدیریت د تهران حق دی
May 23, 2026 07:42پارس ټوډې – د یمن د عالي شورا رئیس، پر لبنان او فلسطین باندې د صهیونیسټانو د دوامدارو تېریو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: موږ یو ځل بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره پر بشپړې همغږۍ او د دغه هېواد پر حق، چې له ځانه دفاع وکړي او د هرمز تنګی اداره کړي، ټینګار کوو.
-
روسیه: د یورانیمو د بډاینې په اړه پرېکړه یوازې د ایران حق دی
May 23, 2026 07:37پارس ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپلې تازه ډیپلوماتیکې څرګندونې کې ټینګار وکړ چې د یورانیمو د بډاینې پروګرام د ایران قانوني حق دی او په دې برخه کې د ټولو پرېکړو نیول یوازې د ایران دنده ده.
-
هند افغانستان ته ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد استولي
May 23, 2026 07:19د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون د پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه ضروري طبي مواد، چې په بېلابېلو واکسینونو پورې اړوند دي، کابل ته لېږلي دي.
-
په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي
May 23, 2026 06:34د ابو علي سينا بلخي په نوم د درملو دویم ملي او نړیوال نندارتون د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲ مه) په کابل کې پای ته ورسېد.
-
که چیرې کوم لیونتوب وکړې نو بل ډول ایران به ووینئ
May 22, 2026 16:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب «حجت الاسلام و المسلمین محمد جواد حاج علي اکبري» دوښمنانو ته خبرداری ورکړ: که چیرې کوم احمقانه کار وکړئ نو دا ځل به یو بل ایران ووینئ او داسې نوي توغندي به تجربه کړئ چې تاسو یې فکر هم نه وي کړي او صهیونیسټي رژيم به خپله سا له لاسه ورکړي.
-
د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په غږملتیا سره له هرمز اوبلارې پینځه دیرش کشتې تیرې شوې
May 22, 2026 15:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک عمومي اړیکو دفتر له ایران څخه له اجازې ترلاسه کولو وروسته په غږملتیا او د امنیت په تامینیدا سره له هرمز اوبلارې د ګڼ شمیر کشتیانو د تیریدا خبر ورکړ او یادونه یې وکړه:
-
ایران په لبنان کښې د خپل سفیر او د لبنان د چارواکو پرضد بندیزونه وغندل
May 22, 2026 14:14زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیروت کښې د تهران د سفیر «محمد رضا روف شیباني» او د لبنان د یوشمیر حکومتي چارواکو او ښاریزو پرضد د امریکا لخوا د بندیزونو لګول وغندل.
-
اسرائیلو د لومړي ځل لپاره د ایران په توغندوي حملو کښې د پوځي اډو په تباه کیدا اعتراف وکړ
May 22, 2026 14:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې اعتراف وکړ د سپوږمکۍ انځورونه د ایران په توغندوي حملو کښې د «رامات ډیویډ» د هوايي اډې په دوو سیمو کښې د تاوانونو د رسیدا ښودنه کوي.