ټرمپ دې د بګرام هوائي ډګر د بېرته نیولو خوبونه وویني
د افغانستان د طالبانو یوه چارواکي افغانستان ته د امریکائي عسکرو د بېرته ستنېدو احتمال رد کړ او وې ویل، ډونالډ ټرمپ دې د بګرام هوايي ډګر د بېرته ترلاسه کولو هیله یوازې په خوب کې وویني.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي له «انډیا ټوډې» خبری چینل سره په مرکې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرلهپسې غوښتنې ملنَډې یاد کړې چې د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو په اړه ئې کړې ، او ټینګار ئې کړی چې دا اډه به هېڅکله بیا د واشنګټن واک ته ونه سپارل شي.
هغه پاکستان ته د افغانستان پر خاورې د وروستیو هوائي بریدونو په تړاو خبرداری هم ورکړ او وې ویل، کابل به د هر ډول بهرني تېري پر وړاندې له خپل ملي حاکمیت څخه کلکه دفاع وکړي.
فراهي د بګرام د سټراټیژیکې هوايي ډګر ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو آوازې رد کړې او وې ویل: ټرمپ دې د بګرام هوايي اډه یوازې په خوب کې وویني.
د بګرام هوايي اډه، چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، د پخواني شوروي اتحاد په پړاؤ کې جوړه شوې وه. د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، دا هوائي ډګر په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو تر ټولو مهمه پوځي اډه وګرځېده، او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې ورغله.
ټرمپ څو ځله ټینګار کړی چې امریکا باید د بګرام اډې کنټرول ساتلی وای، ځکه چې دغه اډه چین ته نږدې پرته ده او له ستراتیژیک پلوه ځانګړی اهمیت لري.