-
راپور: امریکا د کویت له بوبیان ټاپو څخه د ایران پر ضد پوځي عملیات کړي
May 14, 2026 12:53راپور: امریکا د کویت له بوبیان ټاپو څخه د ایران پر ضد پوځي عملیات کړي
-
د هاوانا خبرداری: پر کوبا د امریکا برید به د وینې حمام جوړ کړي
May 14, 2026 12:30پارس ټوډې – د کوبا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې پر کوبا د امریکا احتمالي برید به انساني ناورین رامنځته کړي او د وینې حمام به جوړ کړي.
-
غریبآبادي: بریکس د انحصار، بندیز او اجبار پر وړاندې د ملتونو د حقونو د دفاع مسئولیت لري
May 14, 2026 12:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال اعلان وکړ: د سېشنبې او چهارشنبې په ورځو کې په نوي ډیلي کې د بریکس د ملي همغږي کوونکو غونډه ترسره شوه او د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي.
-
عراقچي: موږ په هرمز تنګي کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته کړی
May 14, 2026 12:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ایران د هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر تګراتګ هېڅ محدودیت نه دی لګولی.
-
پزشکیان: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ
May 14, 2026 12:01پارس ټوډې – مسعود پزشکیان د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته وویل: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ.
-
شیخ نعیم قاسم: له مقاومت څخه د ایران د صادقانه ملاتړ منندوی یو
May 14, 2026 11:54پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي په یوه پیغام کې اعلان وکړ: موږ په لبنان کې له یوه وحشي او تېري کوونکي اسرائیلي دښمن سره مخ یو چې د امریکا په بشپړ ملاتړ او نړیوالې چوپتیا سره، د سیمې د ملتونو د اشغال، پراختیا او د هغوی د ارادې د سلبولو په لټه کې دی؛ خو د مقاومت تاریخ د عبرت درس دی.
-
له ایران سره د امریکا په خبرو کښې پرمختګ شوی
May 14, 2026 05:52زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» وویل چې له ایران سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په خپرو کښې پرمختګ شوی دی. هغه له رسنیو سره په مرکه کښې وویل زما په نظر له ایران سره په خبرو کښې پرمختګ شوی دی.
-
په اربیل کښې د بیلتون غواړو ځواکونو په کیمپ باندې د بې پایلوټه الوتکې برید شوی
May 14, 2026 05:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسنیو د عراق په کردستان اقلیم کښې په اربیل سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفو بیلتون غواړو ځواکونو په کیمپ د بې پایلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ.
-
له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کول د نه بښلو وړ چاره ده
May 14, 2026 04:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران له ستر ملت سره دښمنۍ احمقانه او له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا او دوستۍ د نه بښلو وړ چاره وبلله.
-
د هرمز اوبلارې په هکله د پریکړه لیک د ملاتړو د زیاتولو لپاره د امریکا سیاسي دباو ته د ایران غبرګون ښودل شوی
May 14, 2026 04:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د هرمز اوبلارې په هکله د ایران ضد پریکړه لیک د مسودې د ملاتړو هیوادونو د شمیر د زیاتولو لپاره د امریکا هڅه د خندا وړ او دوکه ورکونکې وبلله.