-
بقايي: په راتلونکو ورځو کې له امريکا سره په هېڅ کچه د مذاکراتو ناسته نلرو
Jun 30, 2026 12:02پارس ټوډې – د ايران د مذاکراتي پلاوي وياند وويل: په راتلونکو ورځو کې له امريکايي لوري سره په هېڅ کچه د مذاکراتو هېڅ ډول ناسته نه لرو او دا چې امريکايي استازي قطر ته سفر کوي، له هغه سفره سره هېڅ تړاو نه لري چې ايراني پلاوی يې د تفاهم ليک د مفادو د تطبيق د تعقيب لپاره ترسره کوي.
-
ایران او افغانستان په درېو کلونو کې د ۱۰ میلیارډ ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی
Jun 29, 2026 16:48په داسي حال کې چې پاکستان د افغانستان بمبارویو ته دوام ورکوي، ایران وايي، له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه ۱۰ میلیاترد ډالرو ته رسوي.
-
نبیه بري: د واشنګټن تړون تپلی دی
Jun 29, 2026 14:28پارس ټوډې- د لبنان د پارلمان رئیس په واشنګټن کې د لاسلیک شوي تړون په کلکه نیوکې سره، هغه یو تحمیلي تړون وباله او ټینګار یې وکړ: دا تړون به مخته لاړ نه شي او پلی به نه شي.
-
پاکستان له ایرانه د ګیسو واردات زیاتوي
Jun 29, 2026 10:40پارس ټوډی- د پاکستان د پټرولیم وزیر له ایران څخه د مایع ګیس (ایل پي جي) د وارداتو د زیاتولو په اړه د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړ.
-
قضاييه قوه، د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره بېساری ځایګی لري
Jun 28, 2026 17:38پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د ایران د قضاييه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي دي: قضاييه قوه، د چارو د بهیر د اصلاح او د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره یو کمساری، بلکې بېبدیله ځایګی لري، چې دا کار د همدې قوې په دننه کې د اصلاح او بیارغونې د بهیر د دوام غوښتنه هم کوي.
-
په افغانستان د پاکستان برید،۳۰کسان وژل شوي او کابو سل نور ټپیان شوي
Jun 29, 2026 06:25د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په یوې اعلامیې کې ویلي چې له څو وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغانستان له پولې سره نږدې سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات ترسره کړل.
-
مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي
Jun 29, 2026 06:21د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان مخالفان هڅه کوي د هېواد پر ضد یوه جبهه جوړه کړي.
-
په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي
Jun 29, 2026 06:15ملګرو ملتونو پخپلې یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، تېر کال په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي دي.
-
اروپایي ټولنې د اوربند د خلاف ورزئ په اړه اندېښنه څرګنده کړه،خود واشنګټن او تلابیب رول ئې له پامه وغورځاوه
Jun 29, 2026 06:10د اروپائي ټولنې د بهرني سیاست د کمیشن مسؤلې، پرته له دې چې د جنګ پای ته د رسېدو د تفاهملیک د مادو په نه پلي کولو کې د امریکا رول او د لبنان پر وړاندې د اسراییلو د دوامدارو تېريو یادونه وکړي، د اوربند د وروستئ خلاف ورزئ په اړه ئې اندېښنه څرګنده کړه او د مذاکراتو د لورو ترمینځ ئې د اړیکو د لارو د پرانیستې پاتې کېدو غوښتنه وکړه.
-
د انرژۍ د تأمین لپاره له ایران سره په ارتباط کې یو
Jun 29, 2026 05:37د پاکستان د تیلو او انرژۍ وزیر ووئیل،هېواد ئې پرېکړه کړې له ایران څخه د مایع ګاز (LPG) واردات زیات کړي. هغه زیاته کړې چې تهران او اسلامآباد د ایران – پاکستان د ګیسو د نللیکې پروژې او همدارنګه پاکستان ته د ارزانه انرژۍ د برابرولو په اړه په نږدې ارتباط کې دي.