په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي
ملګرو ملتونو پخپلې یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي، تېر کال په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې کابو درې اعشاریه څلور میلیون کسان د وچکالۍ تر اغېز لاندې ورغلي او د اوبو دوامدار کمښت د میلیونونو خلکو د ژوند او معیشت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
اوچا په ایکس ټولنیز چینل کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي:د تېر کال په ترڅ کې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ټولو ټیټې ثبت شوې سوئې ته لوېدلې او د ۳۰ فیصدو په کمېدو سره ئې د هېواد په تاریخ کې د وچکالۍ یو سخت او ترینګلی پړاؤ ثبت کړی دی.
ملګرو ملتو همدارنګه ټینګار کړی چې دغه وضعیت، په ځانګړې توګه په زیانمنو سیمو کې، د خلکو د عایداتي سرچینو او د ژوند پر طریقو د پام وړ اغېز ې کړي دي.
اوچا په دغې اعلامیې کې زیاته کړې:د روان کال ورښتونو که څه هم تر یوه بریده د وچکالۍ شدت کم کړی، خو د پرلهپسې پنځو کلونو د وچکالۍ د زیانونو د جبران لپاره بسنه نه کوي او ډېرې سیمې لا هم د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سیمهییزې ټولنې لا هم د اوبو له کمښت، د موسم او اب و هوا د بدلون له دباؤنو او د راتلونکو فصلونو د وضعیت په اړه اندېښنو سره لاس او ګرېوان دي، او دې حالت د خلکو پر ورځني ژوند سخت اغېز کړی دی.
دغې ادارې تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د اوبو، روغتیا او فاضله اوبو د خدماتو اړوندو بشري مرستو ته اړتیا ولري.