-
واتیکان د جګړو او بندیزونو په اړه د اروپائي ټولنې پر دوهګوني چلند نیوکه وکړه
Jun 29, 2026 05:30پارس ټوډې – د کاتولیکې کلیسا د عقیدتي چارو د عالي ادارې مشر، د نړیوالو شخړو په اړه د اروپائي ټولنې پر دریځ نیوکه کړې او دغه ټولنه ئې د نړیوالو قوانینو په انتخابي پلي کولو تورنه کړې ده. هغه وویل، پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګېږي، خو ځینو نورو ته، سره له دې چې بشري حقوق او ډیموکراسي تر پښو لاندې کوي، مالي او پوځي مرستې ورکول کېږي.
-
په اروپا کې د ګرمۍ څپې یوازې په فرانسې کې له زر و زیات کسان قرباني کړل
Jun 29, 2026 05:22پارس ټوډې – په اروپا کې د بېساري ګرمۍ د څپې له دوام او په څو هېوادونو کې د تودوخې د نویو ریکارډونو له ثبتېدو سره هممهاله، د فرانسې د عامې روغتیا چارواکو وئيلي دي، د دغې ګرمۍ له پیل راهیسې تر اوسه څه دپاسه زر کسان مړه شوي دي.
-
بقايي: يرغلګرو ته تخنيکي او ملاتړيزې مرستې په يرغل کې د شريکېدو په معنا دي
Jun 28, 2026 15:31پارس ټوډې- د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، يرغلګرو لورو ته د «تخنيکي او ملاتړيزو» خدماتو وړاندې کول، په يوه غېرقانوني انتخابي جګړه کې مستقيم او ښکاره رول لوبول او همدارنګه د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
هرمز تنګې د ملي ګټو د ساتنې لپاره د ایران ستراټیجیک ظرفیت
Jun 28, 2026 12:46پارس تودی – د ایران د مصلحت پیژندنې ټولنې غړي، د تنګې هرمز په ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او دا آوبلاره یې د ایران یو له مهمو ظرفیتونو څخه وبلله او ویې ویل: «زموږ تکیه د خپلو یقیني شتمنیو له ډلې، یعنې د تنګې هرمز پر سر ده او دا تنګه باید هیڅکله نه پریښودل شي.»
-
د امریکې د تیریو په ځواب کښې پریکنده توغندوي او ډرون عملیات / له خلاف ورزي کوونکو کشتیو سره به له پخوا سخت چلند وشي
Jun 28, 2026 05:22د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران د امریکې د تیریو او د اوربند د خلاف ورزیو په ځواب کښې غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي دي.
-
ایران د اونئ په هینداره کې اونیز پروګرام
Jun 28, 2026 12:18د تهران د پښتو وخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې؛ ایران د اونئ په هینداره کې؛نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې اوریدو ته،په دې هیله چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
ټرمپ او سنټکام یوځل بیا د تفاهمنامې په خلاف ورزۍ سره، په ایران کښې ځینو اهدافو باندې تیری تایید کړ
Jun 28, 2026 05:48د امریکې د ترهګر حکومت مشر ډونلډ ټرمپ یوځل بیا د هوکړه لیک په دوباره خلاف ورزۍ سره، د ایران په خاورې باندې د دغه رژيم تیري ګره حمله تایید کړه.
-
تفتان د ایران او پاکستان د سوداګرۍ لپاره د اورګاډي ګمرکي تمځای شو
Jun 27, 2026 15:21د پاکستان د فیدرالي عوایدو ادارې په یوه رسمي اعلامیې کې د «تفتان» سرحدي اورګاډي تمځای، د وارداتي او صادراتي توکو د ګمرکي تشریفاتو لپاره د ځمکني ګمرکي تمځای په توګه وټاکه. دا اقدام د ایران او پاکستان ترمنځ د رسمي سوداګرۍ د پراختیا، د اورګاډي له لارې د بار وړلو د اسانتیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د لګښتونو د کمېدو زمینه برابرولی شي.
-
شهباز شریف د پاکستان او ایران پر ورورګلویزو اړیکو ټینګار وکړ
Jun 27, 2026 15:14د پاکستان لومړي وزیر، اسلامآباد ته د ایران د ولسمشر وروستي سفر ته په اشارې سره، دغه سفر د دواړو هېوادونو د ورورګلویزو اړیکو نښه وبلله.
-
د امریکا وحشي بریدونه د ملګرو ملتو له منشوره ښکاره سرغړونه ده
Jun 27, 2026 14:18پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت بیګا نیمه شپه د امریکا د ترهګر پوځ له خوا د ایران د جنوبي ساحلي سیمو پر څو ځایونو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل.