شهباز شریف د پاکستان او ایران پر ورورګلویزو اړیکو ټینګار وکړ
د پاکستان لومړي وزیر، اسلامآباد ته د ایران د ولسمشر وروستي سفر ته په اشارې سره، دغه سفر د دواړو هېوادونو د ورورګلویزو اړیکو نښه وبلله.
زمونږ خبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په کراچۍ ښار کې د پاکستان د سمندري ځواک د اکاډمۍ د فارغالتحصیلانو په مراسمو کې د وینا پر مهال، د پاکستانيانو او د دوستو هېوادونو فارغ التحصیلانو ته مبارکي وویله او د معرکه حق په عملیاتو کې ئې د پاکستان د سمندري ځواک د کړنو ستاینه وکړه.
هغه د ایران او امریکا ترمینځ تفاهم ته په اشارې وویل:په اسلامآباد کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تفاهملیک لاسلیک کېدل د پاکستان لپاره د ویاړ ځای دی، او دا لاسته راوړنه د اسلامآباد د صادقانه هڅو او د دوستو هېوادونو د ملګرتیا پایله ده.
د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه وویل:د ایران د ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان وروستی سفر، د تهران او اسلامآباد ترمینځ د ورورګلویزو اړیکو څرګندونه کوي او دا ښئي چې د سیمې په بدلونونو کې د پاکستان مهم رول په رسمیت پېژندل شوی دی.
شهباز شریف د سیمې امنیتي وضعیت ته په اشارې زیاته کړه:په سیمې کې ستر بدلونونه روان دي چې اوږدمهاله اغېزې به ولري.
هغه دا ادعا هم وکړه چې پاکستان له بهرني ملاتړ لرونکي ترهه ګرئ سره مخ دی او د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه په کلکه د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان تل د سولې ملاتړ کړی او د کشمیر او فلسطین د خلکو له آرمانونو څخه به خپل پیاوړی ملاتړ ته دوام ورکړي.