د امریکا وحشي بریدونه د ملګرو ملتو له منشوره ښکاره سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174592-د_امریکا_وحشي_بریدونه_د_ملګرو_ملتو_له_منشوره_ښکاره_سرغړونه_ده
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  بیګا نیمه شپه د امریکا د ترهګر پوځ له خوا د ایران د جنوبي ساحلي سیمو پر څو ځایونو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل.
(last modified 2026-06-27T09:50:07+00:00 )
Jun 27, 2026 14:18 Asia/Kabul
  •   د امریکا وحشي بریدونه د ملګرو ملتو له منشوره ښکاره سرغړونه ده

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  بیګا نیمه شپه د امریکا د ترهګر پوځ له خوا د ایران د جنوبي ساحلي سیمو پر څو ځایونو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي: د امریکا وحشي ډوله بریدونه، چې د ایران ساحلي څارنیز تأسیسات ئې په نښه کړي، د ملګرو ملتو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند څرګنده سرغړونه او همدارنګه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولې د میاشتې  د ۲۸مې نېټې د تپلي جنګ  پای ته د رسولو د تفاهم‌لیک د لومړي بند ښکاره خلاف ورزي ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د ایران د روا دفاع پر شخصي حق د ټینګار ترڅنګ، څرګنده کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپل هېواد له ملي حاکمیت، امنیت او ملي ګټو څخه په ټول توان دفاع وکړي.

په اعلامیې کې راغلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت دقدرتمنو  وسله‌والو ځواکونو له خوا د امریکائي یرغلګرو ځواکونو اړوند اهدافو ته ورکړل شوي دفاعي ګوزارونه هم د همدغه روا  حق په اساس  ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، څرګنده ده چې د دغه وضعیت د ټولو پایلو مسؤلیت د امریکا د یرغلګر او ژمنه‌ماتوونکي رژیم او هغو  لورو پر غاړه دی چې  د ایران پر ضد د امریکا په  هر ډول یرغلګرو اقداماتو کې ورسره ملګرتیا کوي.

په همدې تړاو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فارس خلیج د جنوبي غاړې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د ښه ګاونډیتوب اصل ته دې  ژمن پاتې شي او د نړیوالو حقوقو هغه اساسي اصل رعایت کړي چې له مخې ئې باید یرغلګرو لورو ته اجازت ورنه کړل شي چې د دوي له خاورې او امکاناتو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د یرغلګرو اقداماتو لپاره استفاده وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د ملګرو ملتو له سرمنشي، د امنیت شورا او نورو مسؤلو نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د امریکا له خوا د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو حقوقو د اساسي اصولو او مقرراتو د څرګندو سرغړونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي او د سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې او امنیت په اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤلیتونه ترسره کړي.