ایران د اونئ په هینداره کې اونیز پروګرام
د تهران د پښتو وخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې؛ ایران د اونئ په هینداره کې؛نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې اوریدو ته،په دې هیله چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/*/
د سیمې د سولې د پراختیا لپاره د پاکستان نه ستړې کېدونکې هڅې د دغه هېواد له بډایه فرهنګ څخه سرچینه اخلي.
*/*/*/*/
په ونزویلا کې د زورورې زلزلې په مرګ ژوبلو او تاوانو د ایران د ملت او حکومت خواخوږي .
*/*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کې ولیکل:د سیمې د سولې د پراختیا لپاره د پاکستان نه ستړې کېدونکې هڅې د دغه هېواد له بډایه فرهنګ څخه سرچینه اخلي.»
*/*/*/*/
او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ګډه اعلامیه د حقیقت تحریف او د پخوانیو ناکامو تجربو د بیا تکرار لپاره ټینګار وباله. ، نو او س مو هم رابولوو، د ځینو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته .
**************************
ګلونو آوریدونکو د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پاکستان ته له سفر وروسته په خپل ټولنیز چ ینل کې د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل:ایران او پاکستان په خپلو ارمانونو او هیلو کې ژورې ګډې ځانګړتیاوې لري.
د هغه د پیغام په دوام کې راغلي:پاکستان ته زما د سفر موخه د دغه هېواد د منځګړیتوب له هڅو مننه وه. په دې سفر کې مې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر سره د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
همداراز د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې دلسی روډریګز ته په یوه پیغام کې، د وروستۍ زلزلې له امله د ګڼ شمېر خلکو په مرګ ژوبلو د دغه هېواد له حکومت او ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه.
ډاکټر پزشکیان همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ چې د زیانمن شویو خلکو د کړاوونو د کمولو او د ژغورنې د بهیر د ملاتړ لپاره هر ډول مرستندویه، طبي او بشردوستانه مرستې وړاندې کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره په یوې ټلیفوني اړیکې کې د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په دغو ټیلیفوني خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل ازبکستاني سیال د تپلي جنګ پای ته د رسېدو د تفاهم د پلي کېدو له وروستیو پرمختګونو څخه خبر کړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په لوېدیځي اسیا کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو هرکلی وکړ او د دغه بهیر پر دوام او د دواړو لورو د ژمنو پر عملي کېدو ئې ټینګار وکړ.
دواړو خواوو همدارنګه د ایران او ازبکستان ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او په ټولو ګډو ګټو لرونکو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوټ کوپر د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کې خپله بریتانیايي سیاله د مذاکراتو له وروستي بهیر، د شویو تفاهمونو د عملي کېدو له پرمختګونو او ترسره شویو ډیپلوماتیکو سلا مشورو څخه خبره کړه.
دواړو لورو د وروستیو دوه اړخیزو او سیمهییزو بدلونونو تر ارزونې وروسته، د سیمهییز ثبات د ملاتړ، د مذاکراتو د بهیر د پرمختګ او د مثبتو او دوامدارو پایلو د ترلاسه کولو لپاره د ډیپلوماتیکو سلا مشورو پر دوام ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي د سردشت ښار د کیمیاوي بمبارۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: مونږ به د دې جنایت د عاملانو قانوني مسئولیت په جدي توګه تعقیب کړو.
غریبآبادي د ایکس ټولنیز چینل په اکاؤنټ کې پخپل پیغام کې ولیکل:سردشت یوازې د کیمیاوي بمونو قرباني نه ؤ، بلکې د هغو هېوادونو د دوهګوڼي چلند او چوپتیا قرباني هم و، په ځانګړې توګه د جرمني، امریکا، انګلستان او هالنډ، چې صدام رژیم ئې په دغو غیرانساني وسلو سنبال کړ او وروسته ئې د زرګونو قربانیانو پر درد او کړاو سترګې پټې کړې.
هغه زیاته کړه:مونږ به د دغه جنایت د عاملانو مسئولیت په کلکه او جدي توګه تعقیب کړو.
د ایران او ارمنستان ترمینځ د سټراټیژیکو اړیکو د پیاوړتیا او د شمال ـ جنوب د ټرانزیټي دهلېز یا کریډور د بشپړولو په موخه، په ارمنستان کې د ګاجاران سرُنګ د جوړولو عملي چارې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
په یوې ځانګړې غونډې کې، چې د ایران د ولسمشر مرستیال او د پلان او بودجې ادارې مشر سید حمید پورمحمدي، د ایران د ختیځ آذربایجان والي او یو شمېر ارمني چارواکو ګډون پکې کړی و، د شمال ـ جنوب دهلېز په مهمې لارې کې د ګاجاران تونل یا سرُنګ د پروژې د جوړولو بنسټیز کارونه په رسمي ډول پیل شول.
د ایران د پلان او بودجې ادارې مشر په دغو مراسمو کې د شمال ـ جنوب دهلېز د پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل:د دې لارې بشپړېدل، چې له فارس خلیج څخه پیلېږي، د ایران له شمال او د نوردوز له سرحد څخه تېرېږي، ایران او ارمنستان په مستقیم ډول له تور سمندرګي سره نښلوي او له اقتصادي او سیاسي پلوه د دواړو هېوادونو لپاره خورا زیات اهمیت لري.
پورمحمدي زیاته کړه:د جلفا ـ نوردوز د لارې د پراختیا او د نوردوز د پله د جوړولو پروژې په چټکۍ سره روانې دي. همدارنګه په ارمنستان کې هم د نوردوز ـ مغري، باګاران او ایروان د لارې د جوړولو چارې دوام لري.
د شمال ـ جنوب نړیوال ترانزیټي دهلېز (INSTC) د نړۍ له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې موخه ئې د سوېز کانال لپاره د یوې چټکې، خوندي او لږ لګښتي بدیلې لارې رامنځته کول دي، څو جنوبي اسیا او د فارس خلیج له اروپا او تور سمندرګي سره ونښلوي.
د عراق د قانون حکومت ائتلاف مشر نوري المالکي په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمدکاظم آلصادق سره په لیدنې کې د عراق له خپل شاوخوا او سیمهییز چاپېریال سره د اړیکو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په دغې کتنې کې د عراق او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ دوه اړخیزې اړیکې او د دواړو ګاونډیو ملتونو د ګټو د تأمین لپاره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شوې.
په دغې غونډې کې د سیمې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه هم وارزول شول او د هغو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
مالکي په دغې لیدنې کې د عراق له سیمهییز چاپېریال سره د اړیکو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او د هر هغه اقدام د ملاتړ غوښتنه ئې وکړه چې د عراق د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ملي ګټو د ساتنې لامل شي.
له بلې خوا، په عراق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم په دې لیدنه کې له عراق سره د اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمینځ د ګډو ملګرتیاؤ او همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د ایران پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ګډه اعلامیه د حقیقت تحریف او د پخوانیو ناکامو تجروبو د بیا تکرار لپاره ټینګار وباله.
بقايي د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۵ نېټې د امریکا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د لاسوهونکې اعلامیې په غبرګون کې، په ایکس ټولنیز چینل کې ولیکل:«له هېڅ شک پرته، ایران تر بل هر هېواد زیات د سیمې د ګډ امنیت اندېښنه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ:دا چې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا فکر کوي د دې اندېښنې د حل لاره د امنیت تر ټولو ستر خلاف ورزي کونکي ته پناه وړل دي، خپله د هدف خلاف عمل، یوه تراخه ملنډه او د وروستیو تراخو تجروبو څخه د نه زده کونې یوه خواشینوونکې نښه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایټالیائي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د ایران پر ضد ئې د امریکا ـ صهیونیسټي دښمن په تپلي جنګ کې د ایټالیا ونډه ئې یوازې د «تخنیکي او لوجستیکي ملاتړ» تر کچې محدوده بللې او له همدې امله ئې په دغه جنګ کې هر ډول ملګرتیا رد کړې، په ایکس ټولنیز چینل کې ولیکل:دا یوه څرګند ګډ وډ دریځ او مغالطه ده چې موخه ئې په یوه ستر نړیوال غیر قانوني اقدام کې د همکارۍ له مسئولیته تېښته ده.
بقايي زیاته کړې؛له یوې خوا په ښکاره ډول د تیریګرو هر ډول مرسته او ملاتړ رد کوئ، خو په عین حال کې اعتراف کوئ چې تیریګرو لورو ته مو "تخنیکي او لوجستیکي" خدمات وړاندې کړي دي؛ هغه خدمات چې د ایران پر ضد ئې د امریکا او اسرائیلو غیرقانوني تېری شونی او اسانه کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ:تیریګرو لورو ته د "تخنیکي او لوجسټیکي" خدماتو وړاندې کول، په حقیقت کې د یوه غیر قانوني قصدي جنګ، یو څرګند تېري او د نړیوالو قوانینو له ښکاره خلاف ورزئ سره مستقیمه او څرګنده ملګرتیا ده.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوې خبرپاڼې کې په هرمز تنګي کې له سرغړوونکو بېړیو سره د لا سخت چلند پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دغې خبرپاڼې کې راغلي:تیریګر دښمن، چې ژمنه ماتونه او تړون ماتونه ئې په خَټې کې نغښتي، د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک له لورې له یوې سرغړوونکې بېړۍ سره د چلند په پلمه، د ایران د اسلامي جمهوریت پر پنځو ساحلي پوستو برید کړی و.
د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي: د اسلامآباد د تفاهملیک له مخې، په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د کنټرول مسئولیت د ایران د اسلامي جمهوریت په غاړه دی، او له دې وروسته به له سرغړوونکو بېړیو سره تر پخوا هم سخت چلند وشي.
د سپاه پاسدارانو په خبرپاڼې کې همدارنګه ټینګار شوی: دښمن دې پوهه شي چې د اوربند خلاف ورزي د اسلامآباد د تفاهملیک د لومړۍ مادې خلاف عمل دی او د ټولو بهیرونو د درېدلو سبب کیدلی شي.
د افغانستان په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیګدلي د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټوریزم، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرتالله جمال سره په لیدنې کې ووئيل چې په افغانستان کې به د ایران کونسلګري د افغان وګړو د خدمتونو د اسانتیا لپاره خپلو پراخو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هغه همدارنګه د حسینې اربعین د مراسمو پر مهال د افغان زیارتوالو د لېږد او منظمونې لپاره د ګډ پروګرام پر جوړولو ټینګار وکړ.
د دغې لیدنې په دوام کې، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګي سلاکار سید روحالله حسيني د دواړو ملتونو د ژورو تاریخي، فرهنګي او تمدني اړیکو په یادولو سره وویل: ایران او افغانستان، د ګاونډیتوب ترڅنګ، ګډ برخلیک هم لري، او د ایران بریا د افغانستان بریا ده.
د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هم په دې لیدنې کې د کابل او تهران ترمینځ د فرهنګي، علمي اوټوریزم د اړیکو د پراختیا او ژورتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د دواړو هېوادونو تاریخي، تمدني، دیني او ژبني مشترکات د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یو ارزښتناک ظرفیت وباله او د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او تعلیمي بنسټونو ترمینځ د ملګرتیاؤ پر پراخولو ئې ټینګار وکړ.
ژباړن! (سیماب)
***************************************************