مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174650-مخالفان_هڅه_کوي_د_افغانستان_پر_ضد_جبهه_جوړه_کړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان مخالفان هڅه کوي د هېواد پر ضد یوه جبهه جوړه کړي.
(last modified 2026-06-29T01:54:20+00:00 )
Jun 29, 2026 06:21 Asia/Kabul
  •   مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان مخالفان هڅه کوي د هېواد پر ضد یوه جبهه جوړه کړي.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د افغانستان  د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر، نورالله نوري، ویلي چې مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد یوه جبهه رامنځته کړي او خپل فعالیتونه د «افغانستان د آزادولو» په  شعار  سره مخته وړي.

هغه د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت د سفر پر مهال وویل:هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې خپلې موخې تعقیبولې، اوس باید د افغانستان د آزادۍ شعار  ور نه کړي. دغه کسان نور په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري.

د  افغانستان د طالبانو وزیر د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ادعا وکړه چې پر هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر بنسټ اداره کېږي او خلک هم پرته له کوم جبَره د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کوي.

نوري همدارنګه وویل چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته، کورني اختلافونه، غچ‌اخیستنې او جګړې پای ته رسېدلې او د افغانستان په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، چې بېرته واک ته رسېدلي، تل خپل مخالفان د افغانستان د بې‌ثباته کولو په هڅو تورن کړي دي.

په مقابل کې، پر  طالبانو نیوکه کونکي  او نړیوال بنسټونه په دوامداره توګه پر ښځو د محدودیتونو، د ټول‌شموله حکومت د نشتوالي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه نیوکې کوي.