نبیه بري: د واشنګټن تړون تپلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i174672-نبیه_بري_د_واشنګټن_تړون_تپلی_دی
پارس ټوډې- د لبنان د پارلمان رئیس په واشنګټن کې د لاسلیک شوي تړون په کلکه نیوکې سره، هغه یو تحمیلي تړون وباله او ټینګار یې وکړ: دا تړون به مخته لاړ نه شي او پلی به نه شي.
(last modified 2026-06-29T10:02:05+00:00 )
Jun 29, 2026 14:28 Asia/Kabul
  • نبیه بري: د واشنګټن تړون تپلی دی

پارس ټوډې- د لبنان د پارلمان رئیس په واشنګټن کې د لاسلیک شوي تړون په کلکه نیوکې سره، هغه یو تحمیلي تړون وباله او ټینګار یې وکړ: دا تړون به مخته لاړ نه شي او پلی به نه شي.

پارس ټوډې ؛ د لبنان د پارلمان رئیس نبیه بري له  «الاخبار» ورځپاڼې سره په مرکه کې د واشنګټن په منځګړیتوب د بېروت او تل ابیب ترمنځ تړون «ډېکټه او تحمیل» وباله او ویې ویل چې دا تړون د ۱۹۸۳ کال د مې له ۱۷مې تړون نه هم ډېر بدتر دی.

نبیه بري همدارنګه له هر ډول غبرګون یا کوڅه ییز خوځښت نه د ډډې غوښتنه وکړه چې ښایي هېواد د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې دورې ته د بېولو لپاره ترې ناوړه ګټه پورته شي.

بري په دوام کې ټینګار وکړ چې د دې تړون تر ټولو خطرناکه برخه یوازې په سیاسي محتوا پورې محدوده نه ده، بلکې له هغو احتمالي پایلو سره تړاو لري چې کورنۍ درزونه لا پسې ژوروي او لبنانیان د یو بل پر وړاندې دروي؛ هغه موضوع چې د نوموړي په وینا له هر لوري ډېر د صهیونیسټ رژیم په ګټه تمامېږي.

هغه ټینګار وکړ: «دا تړون به مخته لاړ نه شي او پلی به نه شي. په دې بڼه، په یوازې ځان د تطبیق وړ نه دی.»