د انرژۍ د تأمین لپاره له ایران سره په ارتباط کې یو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174644-د_انرژۍ_د_تأمین_لپاره_له_ایران_سره_په_ارتباط_کې_یو
 د پاکستان د تیلو او انرژۍ  وزیر ووئیل،هېواد ئې پرېکړه کړې له ایران څخه د مایع ګاز (LPG) واردات زیات کړي. هغه زیاته کړې چې تهران او اسلام‌آباد د ایران – پاکستان د ګیسو د  نل‌لیکې پروژې او همدارنګه پاکستان ته د ارزانه انرژۍ د برابرولو په اړه په نږدې  ارتباط کې دي.
(last modified 2026-06-29T01:11:20+00:00 )
Jun 29, 2026 05:37 Asia/Kabul
  •   د انرژۍ د تأمین لپاره له ایران سره په ارتباط کې یو

 د پاکستان د تیلو او انرژۍ  وزیر ووئیل،هېواد ئې پرېکړه کړې له ایران څخه د مایع ګاز (LPG) واردات زیات کړي. هغه زیاته کړې چې تهران او اسلام‌آباد د ایران – پاکستان د ګیسو د  نل‌لیکې پروژې او همدارنګه پاکستان ته د ارزانه انرژۍ د برابرولو په اړه په نږدې  ارتباط کې دي.

ایرنا خبری آژانس پرون ناوخته راپور ورکړی، د پاکستان د تیلو او انرژئ وزیر  علي پرویز ملک په لاهور ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل:له ایران سره زمونږ اړیکې د ورورولۍ او نږدې ګاونډیتوب اړیکې دي او زه باور لرم چې موږ باید د یو بل له ظرفیتونو څخه ګټه واخلو.»

هغه د ایران – پاکستان د ګیسو د  نل‌لیکې د پروژې د برخلیک په اړه وویل:دا موضوع اوس په پاریس کې د حکمیت په یوې محکمې کې څيړل کیږي، خو د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله دوستانه او ورورولۍ اړیکو ته په پام سره، هڅه کوو چې دا مسئله په دوه‌اړخیز ډول حل  کړو.

د پاکستان د تیلو او انرژئ وزیر ټینګار وکړ:موږ هره ورځ له ایران څخه له  ۴ زرو څخه تر ۵ زرو ټنو پورې مایع ګاز (LPG) واردوو او اوس مو پرېکړه کړې چې دغه اندازه نوره هم زیاته کړو.

هغه زیاته کړه:د ایران او پاکستان تخنیکي ډلې له یو بل سره په نږدې اړیکه کې دي او مونږ هڅه کوو هغه انرژي چې پاکستان ته ارزانه تمامېږي، د ایران له لارې تأمین کړو. د اسلام‌آباد حکومت به په دې اړه لازمه پرېکړه وکړي.

د تېر کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم د ایران – پاکستان د ګیسو د نل‌لیکې په اړه، د خپل هېواد د انرژۍ مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته په اشارې سره، د متقابلې عملي حل‌لارې پر اړتیا ټینګار کړی و.

هغه په اسلام‌آباد کې د ترسره شویو تخنیکي مذاکراتو هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په لېوالتیا سره په تهران کې د دغو خبرو اترو د دوام په تمه دی.