-
د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي
Jun 02, 2026 15:08افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.
-
اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
Jun 02, 2026 15:02په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."
-
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د صادراتو ۸۱ سلنه زیاتوالی
Jun 02, 2026 13:55پارس ټوډې – د ایران د شمال ختیځ جنوبي خراسان ولایت تولیدي توکو صادرات په تېرو دوو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وزن له مخې ۸۱ سلنه زیات شوي دي.
-
حاجي بابايي: له هرمز تنګي څخه تېرېدل یوازې د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي
Jun 02, 2026 12:32پارس ټوډې – د ایران د پارلمان مرستیال رئیس ټینګار وکړ چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدل، د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي.
-
په هرمزتنګي کې د کشتیو دتګ راتګ او د امنیت دتأمین لپاره چمتو یو
Jun 02, 2026 05:01پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کې، ایران ته د جاپان د درملیزو او بشري مرستو مننه وکړه او د سیمهییزو ستونزو او کړکېچونو د حل لپاره ئې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر لارې د ایران پر ټینګې دریدا ټینګار وکړ.
-
تفسیر: د آسیا ـ پاسیفیک په سېمه کې د امریکا د متناقض سیاست موخې
Jun 02, 2026 11:53پارس ټوډې – د امریکا د جګړې وزیر د سنګاپور د شانګريلا په غونډه کې ویلي چې واشنګټن له خپلو آسیايي متحدینو او شریکانو څخه تمه لري چې خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنې ته لوړ کړي.
-
په جرمني کښې د ایران سفیر: نوی نړیوال نظم د امریکا د سلطه ګرۍ لپاره ځاې نلري
Jun 02, 2026 11:24پارس ټوډې – په جرمني کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «د مجید نیلي» د سلطه ګرۍ او د استعمار د پړاو په ختمیدا باندې ټینګار سره وویل نوی نړیوال نظم د عدالت، د متقابل احترام او د تمدنونو د خبرواترو پراساس بڼه خپلوي او په دا ډول نظم کښې د جنګ غوښتنې ، د زور وینې او د « امریکا اول»په شان د شعارونو لپاره هیڅ ځاې نشته.
-
د سپاه پاسداران ورته مقابله؛ په امریکايي – صهیونیسټي کشتۍ باندې د کروز توغندي برید وشو
Jun 02, 2026 10:32پارس ټوډې -د ایران د اسلامي انقلاب د سمندري ځواک د عمومي اړیکو دفتر په کروز توغندي سره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په یوې کشتۍ باندې د برید خبر ورکړ.
-
قالیباف: د ایران او د لبنان پیوند نه شلیدونکی دی، د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې به مقاومت وکړو
Jun 02, 2026 10:22پارس ټوډې -د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» د لبنان د پارلمان له مشر «نبیه بري» سره په خبرو کښې د دواړو هیوادونو پیوند نه شلیدونکی وباله او ټینګار یې وکړ که چیرې جنایتونه دوام وکړي نه یوازې د خبرو بهیر بندوو بلکې د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې به هم ودریږو.
-
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوې مهمې غونډې ترسره کېږي
Jun 02, 2026 06:34د ملګرو ملتو امنیت شورا به په روانې میاشت کې د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه دوې مهمې غونډې ترسره کړي.