-
د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول تیري ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
Jan 16, 2026 07:53زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي «امیر سعید ایرواني»وویل مونږ نه تاوتریخوالی او نه جنګ غواړو خو که چیرې تیری وشو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.
-
د زور کارول به حالات نور پسې هم خراب کړي
Jan 16, 2026 07:41زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل مونږ د ایران او د سیمې د حالاتو په هکله اندیښمن یوو او د هر هیواد پرضد د زور کارول به حالات نور پسې خراب کړي او ډيپلوماټیکه روده باید غوره شي.
-
پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
Jan 16, 2026 02:34د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.
-
عراقچي: ایران د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې هوښیار او چمتو دی
Jan 16, 2026 02:07پارسټوډې – د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ارامښت د ساتنې، د هېوادونو د حاکمیت درناوي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیک رول پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
پاکستان: د ایران ملت او دولت به له ننګونو ووځي
Jan 16, 2026 01:57پارسټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو پر ستراتیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل: د دې هېواد وروستي بدلونونه د اقتصادي فشارونو او بهرنیو بندیزونو پایله ده.
-
د پاکستان د شیعه علماوو د شورا عمومي منشي: د ایران دښمنان به په پای کې ماتې وخوري
Jan 16, 2026 01:48پارسټوډې – د پاکستان د شیعه علماوو د شورا عمومي منشي د لوېدیځ او امریکا بندیزونو او دسیسو ته په اشارې سره وویل: د ایران دښمنان به په نهایت کې ماتې وخوري.
-
ترکیه: انقره به په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي
Jan 16, 2026 01:36پارسټوډې – د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران کورنیو بدلونونو او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د ګواښونو په اړه وویل چې د ایران کورنۍ ستونزې باید له دننه حل شي.
-
۷۰ سلنه د امریکا رایهورکوونکي؛ له ایران سره جګړې ته «نه» وايي
Jan 16, 2026 01:24پارسټوډې – د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د امریکا اکثریت وګړي د ایران په وړاندې د واشنګټن له پوځي اقدام سره مخالف دي.
-
د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jan 16, 2026 01:05پارسټوډې – د افغانستان د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اسانتیاوو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه امریکا ته د افغان چارواکي خبرداری
Jan 16, 2026 00:58پارسټوډې – د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه لویه تېروتنه وي.