-
د صهیونیسټي رژیم د هوايي برید له امله د حماس ویاند په شهادت ورسېد
Nov 26, 2023 02:24د حماس د اطلاعاتو د دفتر غړی او د قدس له ښاره د دغه غورځنګ ویاند محمد حماد د غزې په شمال کې پر جبالیه ښار باندې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو هوایي حملو کې په شهادت ورسېد.
-
پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
Nov 26, 2023 01:59د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.
-
اسرائیل د جولا کور او ټول لوېدیځ قدرتونه د واورو جوړ سړي دي
Nov 24, 2023 14:20په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي.
-
امریکا او فیلیپین ته د چین خبرداری
Nov 24, 2023 12:35د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ، امريکا او فليپين ته د چين پر ځمکنۍ حاکميت د تېري په تړاو خبرداری ورکړی.
-
په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو
Nov 19, 2023 04:03د فارس د خبر له مخې؛ حسین امیرعبدالهیان له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د هغه خبرونو له مخې چې زما په لاس کې دي، د ایراني ځواکونو هېڅوک موخه نه دی ګرځول شوی او البته که داسې پېښه وشي، ایران به سخت ځواب ورکړي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ صهیونیسټانو په هلاکت رسېدل
Nov 19, 2023 01:52د صهیونیسټي رژیم پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې له فلسطیني مقاومتي ځواکونو سره په نښته کې، شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.
-
تهران په فلسطین کې د دوو حکومتونو د جوړېدو مخالف دی
Nov 17, 2023 11:18د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال وویل: له سمندر څخه تر سیند پورې یعنې د مدیترانې له بحیرې څخه د اردن تر سیند پورې، د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل، د ایران د اسلامي جمهوریت نسخه ده.
-
د ایران او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي همکاریو ۱۷م ګډ کمیسیون ته لنډه کتنه
Nov 17, 2023 12:51د ایران او ترکمنستان ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاریو د کمیسیون ۱۷مه غونډه به د لړم میاشتې په ۲۶ او ۲۷ (د نوامبر په ۱۷ او ۱۸) په عشق آباد کې د جوړېدو په حال کې ده.
-
د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د پنځو تفاهم نامو لاسلیکیدا
Nov 11, 2023 11:50ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره له ډيرو ظرفیّتونو برخمن دي او چابهار بندر د عمان سمندر له لارې له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د تجارتي او ټرانزیټي ارتباط ټينګوي او له ارتباطي انزوا څخه ددغه هیواد د وتلو لپاره استثنائي فرصت برابروي.
-
ممکنه ده د امریکاد پورونو اندازه له ۲۰ټریلیّن ډالرو زیاته شي
Nov 10, 2023 01:28د امریکا بانک په راتلونکي لسیزې کې شل ټریلیّن ډالرو ا ندازې ته د امریکا د پورونو د زیاتیدا د احتمال خبر و رکړ.