تهران په فلسطین کې د دوو حکومتونو د جوړېدو مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141694-تهران_په_فلسطین_کې_د_دوو_حکومتونو_د_جوړېدو_مخالف_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال وویل: له سمندر څخه تر سیند پورې یعنې د مدیترانې له بحیرې څخه د اردن تر سیند پورې، د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل، د ایران د اسلامي جمهوریت نسخه ده.
(last modified 2023-11-17T10:22:14+00:00 )
Nov 17, 2023 14:48 Asia/Kabul
  • تهران په فلسطین کې د دوو حکومتونو د جوړېدو مخالف دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال وویل: له سمندر څخه تر سیند پورې یعنې د مدیترانې له بحیرې څخه د اردن تر سیند پورې، د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل، د ایران د اسلامي جمهوریت نسخه ده.

د سحر کردي شبکې د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د پارلماني چارو مرستیال سید محمد حسیني، د فلسطین د بدلونونو په اړه د عربو او اروپایي هېوادونو په بې غورۍ په نیوکې سره وویل: ایران د دوو دولتونو مسله چې ځینې عرب هېوادونه یې مطرح کوي، هېڅکله نه ده منلې او تهران له بحر څخه تر سیند پورې، یعنې د مدیترانې له بحیرې څخه د اردن تر سیند پورې، د فلسطین د مسئلې او د صهیونیسټي رژیم د نیواک د پای ته رسولو لپاره د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل اړین ګڼي.

حسینی په نړۍ کې د غزې د حالاتو د وړاندې کولو لپاره د کلتوري او رسنیزو ظرفیتونو په بیانولو سره څرګنده کړه: د الاقصی طوفان په دغه عملیاتو کې،لومړی روایت د مقاومت له لوري وړاندې شو، صهیونیسټانو د خپلې کمزورۍ او بې کفایتۍ د پټولو په خاطر،څه د پاسه پنځوس خبریالان شهیدان کړي دي، ترڅو د سمو خبرونو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال همدارنګه دې ته په اشارې سره چې هېڅ نړیوال کنوانسیون او پروتوکول، پر ملکي کسانو د برید اجازه نه ورکوي، د استوګنې پر ودانیو او روغتونونو بمباري او د ژغورنې د ګاډو په نښه کول، د صهیونیسټانو جنګي جنایت او سخته نسل وژنه یادوي.