-
له افغانستانه په شوي برید کښې یو پاکستاني پوځي مړ شوی
Jan 01, 2024 12:10د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په یوې سرحدې پوسټې د افغانستان له خاورې په شوې ترهګره حمله کښې، یو پوځي وژل شوی دی.
-
د جمعیتِ علمای پاکستان په مشر قاتلانه حمله شوې
Jan 01, 2024 11:58په پاکستان کښې د جمعیتِ علمای اسلام ګوند ویلي چې د دغه ګوند مشر «مولانا فضل الرحمان» په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د نامعلومو کسانو له حملې روغ وتلی دی.
-
اسرائیل خپل کورني کړکیچونه بهر ته غزوي
Jan 01, 2024 11:23د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: صهیویسټي رژيم عادت لري چې په سیمه کښې د ناامنۍ د جوړولو په کوشش سره، خپل کورني مشکلات او بحرانونه له نیواکي ټاټوبي بهر ته ورسوي.
-
ایران له فلسطین څخه د سټراټیجک ملاتړ بیلګه دی
Jan 01, 2024 11:03د بشري حقوقو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې وویل: اسلامي نړۍ عملي وحدت ته اړتیا لري او د فلسطین له ولس څخه د سټراټیجک او پلان شوي ملاتړ د مثال او سمبول په توګه باید د ایران له اسلامي جمهوریت څخه الهام واخیستی شي.
-
کرزی د جینکو د تعلیم په سر په طالب چارواکو کښې د اختلافاتو د ختمیدو هیله لري
Jan 01, 2024 09:44د افغانستان پخواني ولسمشر په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو زده کړه د دغه هېواد د خلکو غوښتنه وبلله.
-
د امریکې د ولسمشر او د اسرائیلو د وزیراعظم په خبرواترو کښې شخړه زیاته شوې ده
Jan 01, 2024 08:55خبري سرچینې ویلي چې د امریکې د ولسمشر او د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم ترمینځ په وروستیو خبرواترو کښې فضا کړکیچنه وه.
-
د نیواکي فلسطین په سویل کښې د ایلات په بندر باندې د عراق ډرون حمله
Jan 01, 2024 08:22د عراق اسلامي مقاومت د نیواکي فلسطین په سویل کښې په ایلات بندر باندې د ډرون حملې خبر ورکړ.
-
د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمنځ د نوي پل په پرانیستلو سره د مالونو د صادراتو او ټرانزیټ د بهیر ښه والی
Dec 31, 2023 03:06د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د آذربایجان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال په شتون سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ترمینل نوی پل پرانیستل شو.
-
هره ورځ له ۸ زره څخه زیات پاسپورټونه وېشل کېږي
Dec 31, 2023 02:33د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې دې ادارې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې لارې څه باندې درې میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
-
په غور ولایت کې د غوزانو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي دي
Dec 31, 2023 02:20د غور ولایت بزګران وايي چې سږ کال یې له خپلو بڼونو څخه د غوزرانو ډېر حاصل ترلاسه کړي، خو د آفتونو له امله یې محصولات ښه کیفیت نهلري. دوی وايي غور کې د کرنې ریاست او غیردولتي موسسو له مسئولانو غواړي چې د بڼونو ودې او آفتونو کنټرول ترڅنګ دې، د دوی محصولاتو ته بازارموندنه هم وکړي.