اسراییلي ځواکونو د غزې دوه نور روغتونونه کلابند کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148118-اسراییلي_ځواکونو_د_غزې_دوه_نور_روغتونونه_کلابند_کړي
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو پرون د غزې دوه نور روغتونونه محاصره کړي، په طبي کارکوونکو یې سختې ډزې کړي، له یو روغتونه یې ناروغان او له هلته تللي بې ځایه شوي خلک په زوره ویستلي دي.
(last modified 2024-03-24T23:57:16+00:00 )
Mar 25, 2024 04:24 Asia/Kabul
  • اسراییلي ځواکونو د غزې دوه نور روغتونونه کلابند کړي

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو پرون د غزې دوه نور روغتونونه محاصره کړي، په طبي کارکوونکو یې سختې ډزې کړي، له یو روغتونه یې ناروغان او له هلته تللي بې ځایه شوي خلک په زوره ویستلي دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو پرون د غزې دوه نور روغتونونه محاصره کړي، په طبي کارکوونکو یې سختې ډزې کړي، له یو روغتونه یې ناروغان او له هلته تللي بې ځایه شوي خلک په زوره ویستلي دي.

صهیونیسټي رژيم مدعی دی چې د غزې په تړانګه کې چیرې چې له پنځو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، روغتونونه په مکرر ډول د حماس وسله والو د اډو او وسلو د پټنځایونو په توګه کارول کیږي. خو حماس او د روغتونونو طبي کارکوونکي دا خبره ردوي.

فلسطیني سرې میاشتې ویلي، چې د دوی یو کارکوونکی هغه مهال ووژل شو، چې اسرايیلي ټانکونه ناڅاپه د خان یونس په سویلي ښار کې د ال امل او ناصر روغتونونو شاوخوا سیمو ته ننوتل او د توپونو ډزې یې وکړې.

سرې میاشتې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل زغره والو ځواکونو ال امل روغتون تړلی او د هغه په شاوخوا کې یې د بلدوزرو پر مټ د ویجاړولو پراخ عملیات پیل کړي.

د سرې میاشتې په اعلامیه کې راغلي: «زمونږ ټول ټیمونه دا مهال له سخت خطر سره مخامخ دي او چارې یې په بشپړه توګه درېدلې دي.»

په خبرپاڼه کښې همداشان لولو چې صهیونیسټي ځواکونو له ال امل روغتون څخه د کارکوونکو، ناروغانو او بې ځایه شویو خلکو د وتلو غوښتنه کړې او روغتون ته یې اوښکې بهونکې ګاز وراچولي چې خلک راوتلو ته اړ کړي.

سرې میاشتې ویلي، چې ټول ناروغان چې د انتقال وړ وو،‌ او هغه بې ځایه شوي چې د جګړو له امله یې د روغتون انګړ ته په پناه راوړې وه، د المواسي په نوم ساحلي کمپ ته لیږل شوي دي.

د روغتون کارمندان د نهو سختو ناروغانو او ټپیانو او ۱۰ کارمندانو سره په روغتون کې پاتې دي. اعلامیه زیاتوي: "د دې ناروغانو او ټپیانو (خوندي) ایستلو ته اړتیا ده."

د خان یونس اوسیدونکو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د خان یونس په لویدیځ کې د ناصر روغتون شاوخوا په داسې حال کې محاصره کړې، چې له هوا او ځمکې پر سیمه ډزې او بمبارۍ شوې دي.