-
فرانسې کښې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې
Feb 12, 2023 09:26زمونږ خبریال راپور راکړی په فرانسې کښې د حکومت پرضد د خلکو مظاهرې هماغه راز دوام لري.
-
رونالډو خپل لباس د ترکیې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه وپلوره.
Feb 12, 2023 09:21د فوټبال د نړۍ مشهور ستورو لیونل میسي او کریسټیانو رونالډ، په ګډون ګڼ شمېر لوبغاړو د ترکیې هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه خپل لباس لیلام ته وړاندې کړل چې په ترڅ کې د رونالډو لباس په ۲۱۲۴۵۰ امریکایي ډالرو وپلورل شو.
-
کابل کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۴۴ جسدونه موندل شوي
Feb 12, 2023 08:18د طالبانو حکومت اړوند د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درې میاشتو کې ۱۴۴ ناپېژنده جسدونه خاورو ته سپارلي دي.
-
افغانستان سره د ایران اړیکي د تېر په پرتله دوه برابره زیاتې شوي
Feb 12, 2023 08:04د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وایي، د تېر په پرتله د افغانستان سره د ایران اړیکې دوه برابره زیاتې شوي او زیاتوي چې هېواد یې ژمن دی، ترڅو د طالبانو حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.
-
ترکیه کې د زلزلې ۱۳۳ ساعته وروسته یوه څلور کسیزه کورنۍ ژوندۍ وژغورل شوه
Feb 12, 2023 07:47په ترکیه هېواد کې د زلزلې څخه ۱۳۳ ساعته وروسته د عملیاتو په پایله کې د یوې څلور کلنې ماشومې په ګډون ۴ کسیزه کورنۍ د خاورو لاندو څخه ژوندۍ وژغورل شوه.
-
د مهاجرو او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه
Feb 12, 2023 07:06د مهاجر او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د افغانستان د قبایلو او سرحدونو چارو پخوانی وزیر محمد ګلاب منګل او د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطلب حقاني
-
په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په ترکیې کښې له زلزلې وروسته ۷۰ ټکانونه ثبت شول
Feb 12, 2023 03:58د اروپا او مدیترانه د زلزله نګارۍ مرکز تیره شپه وویل چې د شنبې په ورځ په ترکیې کښې د زلزلې اویا ټکانونه ثبت شوي دي
-
لاهور کښې هم د ایران د اسلامي انقلاب او د ملي جشن دستورې وشوې
Feb 12, 2023 02:03د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دکنسولګرۍ په کوربه توب د اسلامي انقلاب د څلور څلویښتمې کلیزې جشن ولمانځل شو
-
طالبانو د امریکا غږ او د ازادۍ راډیواینټرنیټ پاڼې بندې کړې
Feb 11, 2023 12:36تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په افغانستان کښې د ازادۍ راډیو او د امریکا غږ راډیوګانو اینټرنیټ پاڼې وتړل شوې.
-
د ایران ملت دوښمانانو ته سخته ماتي ورکړي ده
Feb 11, 2023 11:53زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران خلکو د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې د لاریون په پاییز پریکړه لیک کښې د هیواد د ټولو قومونو او دینونو ملګرتیا او د ټولو ډلو او پرګنو پیوستون او ملي وحدت او کوټلتیا او اتحاد او یو موټی والی شرعي او انقلابي دنده او دغه راز دوښمن ته د ماتي ورکولو لپاره تر ټولو مهمه سټراتیژۍ اعلان کړه.