فرانسې کښې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127816-فرانسې_کښې_خلکو_د_حکومت_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی په فرانسې کښې د حکومت پرضد د خلکو مظاهرې هماغه راز دوام لري.
(last modified 2023-02-12T09:17:16+00:00 )
Feb 12, 2023 09:26 Asia/Kabul
  • فرانسې کښې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی په فرانسې کښې د حکومت پرضد د خلکو مظاهرې هماغه راز دوام لري.

په فرانسې کښې د متقاعد کیدا په عمر کښې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د خلکو مظاهرې روانې دي او پینځه لکه کسانو په مظاهرو ترسره کولو سره ګاډي او د ښځلو ډبي وسوځول.

ځینې راپورونه وايي چې د فرانسې دوه میلیونه خلکو په پرونیو مظاهرو کښې ګډون کړی و.

په فرانسې کښې په بیلابیلو ښارونو کښې د احتجاجونو لړۍ دوام لري او تراوسه د ګاډو او د ښځلو د ډبیو د سوځول کیدا په وجه د الوتکو پنځوس فیصده الوتونه هم لغو شوي دي.

راپورونه وايي چې د فرانسې پولیسو مظاهره چیان په سوټیو ووهل او اوښلن ګازونه یې هم استعمال کړل.

د فرانسې مظاهره چیانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د متقاعده کیدا عمر له دوه شپیتو څخه څلور شپیتو ته مه زیاتوي او خلک وايې چې حکومت باید په بې وزلۍ پرګنې باندې د مالیاتو او ټیکسونو د لګولو پرځاې په بودجې کښې اصلاحات ترسره کړي.

د فرانسې مظاهره چیانو ولسمشر امانوئل مکرون ته خبرداری ورکړی دی که چیرې د متقاعده کیدا پلان بیرته وانخلي نو لومړۍ کاربندیز به د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه ترسره کړي او د مارچ په اومه نیټه به هم په ټول  هیواد کښې د ګاډو تګ راتګ بند کړي.