-
د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ
Jul 06, 2026 05:51پارس ټوډې – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.
-
هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه
Jul 05, 2026 07:42د ایران یو پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د بنګلهدېش د پارلمان له مشر سره وکتل
Jul 05, 2026 07:36د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د انقلاب د شهید مشر د جنازې د مراسمو په څنډه کې د بنګلهدېش د پارلمان له رئیس سره ولیدل او خبرې یې وکړې.
-
شهیاز شریف: د شهید خامنه اي ژور افکار د راتلونکو نسلونو لپاره په یادګار پاتې کیږي
Jul 05, 2026 06:47پارس ټوډی- د تاریخ له ترټولو سترې وداع او د ایران د شهید ښاغلي له بدرقې سره هممهاله د پاکستان وزیراعظم د ایران د اسلامي جمهوریت د ولس او حکومت ترڅنګ د خپل هیواد په اودریدو باندې په ټینګار سره وویل: د شهید آیت الله خامنه اي ژور افکار او ځیرکتیا د راتلونکو نسلونو لپاره په یادګار پاتې کیږي.
-
جهاد اسلامي: د انقلاب شهید رهبر له فلسطینه د ملاتړ اصلي ستنه وه
Jul 05, 2026 05:38پارس ټوډی- د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ ویلي چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر آیت الله سید علي خامنه اي د فلسطین له خلکو د ملاتړ اصلي ستن او د سلطه غواړو پلانونو په وړاندې د امت د حاکمیت سخت مدافع و.
-
قالیباف: د ایران د ولس بریا د امریکې او صهیونیسټي رژيم دبدبه خاورې کړه
Jul 05, 2026 05:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ جنګ پيلوونکی نه دی پاتې شوی، وویل: د ایران ولس په وروستي جنګ کښې په اودریدنې او مقاومت سره،په سیاسي او پوځي ډګر کښې امریکې او صهیونیسټي رژيم ته ماتې ورکړه او د هغوي دبدبه یې ماته کړه.
-
یو تکړه امریکائي شنونکی وا ئي؛ ایران له جنګه لا پیاوړی ووت
Jul 01, 2026 12:52پارس ټوډې – یو امریکائي شنونکي ویلي، د امریکا پوځي عملیات د دې لامل شول چې ایران د جنګ پای ته له رسېدو وروسته د پخوا په پرتله په لا پیاوړي دریځ کې شي.
-
طالبان په کابل کې د پاکستان د سفارت په بندولو غور کوي
Jul 01, 2026 07:34د طالبانو ویاند ویلي چې د پاکستان د پوځ د بریدونو د دوام په صورت کې، په کابل کې د پاکستان د سفارت تړل د دوی له احتمالي انتخابونو څخه دی.
-
قالیباف: د ۱۴ بندونو لپاره د مذاکراتو موده مو ۶۰ ورځې اټکل کړې ده
Jul 01, 2026 07:24د ایران د پارلیمان مشر او له امریکې سره په مذاکراتو کښې د ایراني پلاوي مشر محمدباقر قالیباف ویلي چي د ۱۴ بندونو لپاره د مذاکراتو موده یې ۶۰ ورځې اټکل کړې ده او زیاته یې کړه چې البته دغه موده د طرفینو په موافقې سره د تمدید وړ ده.
-
د پاکستان اهل سنت عالم: اسلامي نړۍ د انقلاب د شهید رهبر د سرشیندنو پامته داره ده
Jul 01, 2026 06:00پارس ټوډی- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.